BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:34 گرينويچ 2005 ,09 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نن په مادريدکې دترهگرۍ اودېموکراسۍ په اړه دنړيوال کانفرانس دوهمه ورځ ده
News image
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي هم په دې کانفرانس کې گډون کړى
د هسپانيې په پلازمينې مادريدکې د ترهگرۍ او دېموکراسۍ په اړه نړيوال کانفرانس په دويمه ورځ د ترهگرۍ پر ضد جگړې کې په نامناسبه توگه د زور په کارولو سختې نيوکې کړيدي.

په دې کانفرانس کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي کوفي عنان،د اروپايي کمېسون مشر مينول بارسو ، د ناټو د مشر ياپ دې هوپ شيفر ، او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په گډون ٢٠٠ استازي برخه اخلي.

دا کانفرانس داسې تنظيم شوى دى چې تير کال د مارچ په مياشت کې مادريد کې د ترهگريز بريد له کاليزې سره سمون خوري، په دې بريد کې ١٩٠ کسان وژل شوي او نزدې ٢٠٠٠ ژوبل شوي وو .

دا کانفرانس د مادريد کلب تر نوم لاندې د ټولنې لخوا تنظيم شوى دى . په دې ډلې کې له ټولې نړۍ څخه د دولتونو او حکومتونو پخواني او ځينې برحال مشران برخه لري

کانفرانس کې د ترهگرۍ پر ضد د امريکا لخوا د اندازې زيات زورکارونې پر ضد انتقاد وشو او ويل شول چې دا ډول تگلاره منفي پايلې له ځان سره لري

په کانفرانس کې به د ترهگرى په عواملو، ور سره د مقابلې په لارو چارو ، په کورنۍ کچه تره گرى ته د ځواب ويلو او ددې په مخنيوي کې د مدني ټولنې په رول باندې خبرې کيږي.

افغان پلاوى چې مشري يې ښاغلى کرزى کوي تمه کوي چې د کانفرانس په اوږدو کې به د افغانستان په حالاتو هم خبرې وشي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت