|
لسمه ورځ ده چې فرانسې کې تشدد روان دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لسمه پرلپسې ورځ ده چې فرانسې کې ناکرارۍ روانه ده ، د هيواد په ډيرو ځايونوکې د اور اچونې پېښې شوي . دفرانسې په بيلابيلو ښارونو لکه په شمال کې د ليل ښار ، په ختيځ کې ستراسبورگ ، او جنوب کې دنيس په ښار کې ١٣٠٠ موټرو ته اور اچول شوى .راپورونه وايي چې د مک ډونالد يو رستورانت ، يو لوبغالى او دوه ښونځي هم سوزول شويدي. که څه هم بلوا گانې زياتره په هغو ښارونو پورې محدودې وې چې مهاجرين پکې اوسيږي ، خو د لومړي ځل لپاره په پاريس کې هم د اور اچونې پيښې شويدي.په ټول هيواد کې څه باندې ٣٠٠ کسان نيول شويدي.دفرانسې پوليسو د ناکراريو دمخنيوي لپاره څه باندې ٢٠٠٠ اضافي پوليس او هيليکوپترې پکار اچولي. دفرانسې د کورنيو چارو وزير نيکولاس سرکوزي ددغه تشدد له امله جنايي ډلې تورنې کړي . دتيرو دوو اونيو راهيسې په فرانسې کې دا بحثونه کيږي چې دا تشدد ولې دا منځ ته شو. منتقدين وايي چې د فرانسې حکومت ونشواى کولاى چې مهاجرين دفرانسې په ټولنې کې په ښه توگه ورگډ کړي او د هغوۍ انديښنو ته ځواب ووايي . زياتره خلک داهم وايي چې د پوليسو ناسمه رويه د بې عدالتۍ احساس راپيداکړى او د تاوتريخوالي سبب شوى. د مهاجرينو په گڼ ميشته سيمو کې بې کاري او خواري غريبي زياته ده . دغو وروستيو ناکراريو يوځلي بيا د فرانسې د سياستوالو پام دغو مسلو او ستونزو ته رااړولى دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||