د عکسونو البوم: تېرې اولمپیک سیالۍ د کامرو له سترګو

مجربې عکاسې ایلسا ګاریسن د ګیتي د سپورت برخې له ۴۰ ځانګړو عکاسانو څخه ده، چې سږ کال د ریو اولمپیک سیالیو کې هم خپل هنر وښيي. دلته هغې د تېرو اولمپیک سیالیو د خپلې خوښې انځورونه غوره کړي دي.

د هنګري تیمي ناګي د ښځو تورې وهلو سیالیو کې د طلا مډال تر ګټلو وروسته خپله خوښي لمانځي.

د عکس سرچینه، JAMIE SQUIRE / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د هنګري تیمي ناګي د ښځو تورې وهلو سیالیو کې د طلا مډال تر ګټلو وروسته خپله خوښي لمانځي.
فنّي بلنکرز کوین د ۱۹۴۸ کال اولمپیک سیالیو کې د ۱۰۰ متره ځغاستې سیالي ګټلې وه. هغه مهال چې د رنګه عکاسۍ لپاره کامرې کمې وې او عکاسي به توره او سپینه راتله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فنّي بلنکرز کوین د ۱۹۴۸ کال اولمپیک سیالیو کې د ۱۰۰ متره ځغاستې سیالي ګټلې وه. هغه مهال چې د رنګه عکاسۍ لپاره کامرې کمې وې او عکاسي به توره او سپینه راتله.
د سیډني ۲۰۰۰ اولمپیک سیالیو د پرانیستلو مراسم. انځور اډم پرېټي اخیستی. د سټډیم دغه له ښکلو رنګونو ډک انځور مو د سیالۍ منځ ته بیايي.

د عکس سرچینه، ADAM PRETTY / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د سیډني ۲۰۰۰ اولمپیک سیالیو د پرانیستلو مراسم. انځور اډم پرېټي اخیستی. د سټډیم دغه له ښکلو رنګونو ډک انځور مو د سیالۍ منځ ته بیايي.
په دې انځور کې شالید (بګرونډ) ډېر روڼ او ښکلی راغلی، د اوسېن بولټ ټوپوهلو په دې انځور لیدو سره تاسو انګیرئ چې ګني د لوبې منځ کې یاست. انځور د ۲۰۰۸ کال بیجېنګ اولمپیک سیالیو پرمهال اخیستل شوی

د عکس سرچینه، JED JACOBSOHN / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په دې انځور کې شالید (بګرونډ) ډېر روڼ او ښکلی راغلی، د اوسېن بولټ ټوپوهلو په دې انځور لیدو سره تاسو انګیرئ چې ګني د لوبې منځ کې یاست. انځور د ۲۰۰۸ کال بیجېنګ اولمپیک سیالیو پرمهال اخیستل شوی
په دې انځور کې مې هم مهاله له خوښۍ او خپګان ډکې شېبې ډېرې خوښې شوې. انځور په ۲۰۱۲ کال د لندن ایرل کورټ سیالیو پرمهال اخیستل شوی. په انځور کې برازیلۍ ناتالیا پیریرا د ښځینه فوټبال پر سیالې روسۍ لوبغاړې د بریا خوشحالي لمانځي.

د عکس سرچینه، ELSA GARRISON / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په دې انځور کې مې هم مهاله له خوښۍ او خپګان ډکې شېبې ډېرې خوښې شوې. انځور په ۲۰۱۲ کال د لندن ایرل کورټ سیالیو پرمهال اخیستل شوی. په انځور کې برازیلۍ ناتالیا پیریرا د ښځینه فوټبال پر سیالې روسۍ لوبغاړې د بریا خوشحالي لمانځي.
ښه مې په یاد دي چې اتلانتا کې د اولمپیک ۱۹۹۶ سیالیو پرمهال د جمناسټیک لوبغاړې کیري سټرګ ټپې شوه، خو د طلا مډال یې وګاټه.

د عکس سرچینه، DOUG PENSINGER / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ښه مې په یاد دي چې اتلانتا کې د اولمپیک ۱۹۹۶ سیالیو پرمهال د جمناسټیک لوبغاړې کیري سټرګ ټپې شوه، خو د طلا مډال یې وګاټه.
هر ځل د اولمپیک سیالیو د پرانیستلو مراسم تر پخوانیو هغو ډېر شانداره او زړه راښکونکي وي. ډېرې اورلوبې کېږي، پر اسمان الوتکې بېلابېل رنګونه جوړوي. د لندن ۲۰۱۲ اولمپیک پر سټډیم اسمان کې رنګینې کرښې ایستل شوې.

د عکس سرچینه، ELSA GARRISON / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، هر ځل د اولمپیک سیالیو د پرانیستلو مراسم تر پخوانیو هغو ډېر شانداره او زړه راښکونکي وي. ډېرې اورلوبې کېږي، پر اسمان الوتکې بېلابېل رنګونه جوړوي. د لندن ۲۰۱۲ اولمپیک پر سټډیم اسمان کې رنګینې کرښې ایستل شوې.
د امریکا باب بیمن د ۱۹۶۸ کال مکسیکو سیټي اولمپیک سیالیو کې په نړیواله کچه د اوږد ټوپ وهلو سیالۍ ریکارډ مات کړ، خو دا ریکارډ په ۱۹۹۱ کال د مایک پاول له خوا بېرته مات شو.

د عکس سرچینه، TONY DUFFY / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د امریکا باب بیمن د ۱۹۶۸ کال مکسیکو سیټي اولمپیک سیالیو کې په نړیواله کچه د اوږد ټوپ وهلو سیالۍ ریکارډ مات کړ، خو دا ریکارډ په ۱۹۹۱ کال د مایک پاول له خوا بېرته مات شو.
د امریکا کریسټینا لوکاس د لندن اولمپیک ۲۰۱۲ سیالیو کې د ښځینه غوټه وهونکو نیمه پایلوبه بشپړه کړه. په انځور کې د اوبو سر ته د راختلو پرمهال د زړه انځور جوړ شوی.

د عکس سرچینه، AL BELLO / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د امریکا کریسټینا لوکاس د لندن اولمپیک ۲۰۱۲ سیالیو کې د ښځینه غوټه وهونکو نیمه پایلوبه بشپړه کړه. په انځور کې د اوبو سر ته د راختلو پرمهال د زړه انځور جوړ شوی.
د ټنیس بریتانیايي لوبغاړې/لوبغاړي لورا رابسن او انډي موري د لندن اولمپیک سیالیو کې نیمه پایلوبه بشپړه کړه. د سیالۍ هغه شېبه چې لورا او اندي دواړه د توپ وهلو هڅه کوي او د هندارې غوندې انځور رامنځ ته کېږي.

د عکس سرچینه، ELSA GARRISON / GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ټنیس بریتانیايي لوبغاړې/لوبغاړي لورا رابسن او انډي موري د لندن اولمپیک سیالیو کې نیمه پایلوبه بشپړه کړه. د سیالۍ هغه شېبه چې لورا او اندي دواړه د توپ وهلو هڅه کوي او د هندارې غوندې انځور رامنځ ته کېږي.