د عکسونو البوم: کندهار د حضرت عمر فاروق جامع جومات پرانیستنه

په کندهار کې د عمر فاروق جامع جومات د سه شنبې پر ورځ (سپتمبر دوهمه) د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو له لوري رسماً پرانيستل شو.

په کندهار کې د عمر فاروق جامع جومات د سه شنبې پر ورځ (سپتمبر دوهمه) د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو له لوري رسماً پرانيستل شو.
د عکس تشریح، په کندهار کې د عمر فاروق جامع جومات د سه شنبې پر ورځ (سپتمبر دوهمه) د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو له لوري رسماً پرانيستل شو.
تمه کېده چي دغه لویه پروژه د ولسمشر کرزي له خوا پرانیستل شي خو تېره ورځ د کندهار والي توریالي ویسا په يوه خبري ناسته کې کندهار ته د ولسمشر کرزي د سفر ځنډېدل د ارګ او ولايتي ادارې ترمنځ د ټاکلي ورځې په اړه نه همغږي وبلله.
د عکس تشریح، تمه کېده چي دغه لویه پروژه د ولسمشر کرزي له خوا پرانیستل شي خو تېره ورځ د کندهار والي توریالي ویسا په يوه خبري ناسته کې کندهار ته د ولسمشر کرزي د سفر ځنډېدل د ارګ او ولايتي ادارې ترمنځ د ټاکلي ورځې په اړه نه همغږي وبلله.
د راغلي حکومتي پلاوي مشري په دیني چارو کې د ولسمشر کرزي ستر سلاکار نعمت الله شهراني کوله او د سولې د عالي شورا غړي قیام الدین کشاف، د ښاري پراختیا وزیر ډاکټر حسن عبداللهي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک ورسره مل وو.
د عکس تشریح، د راغلي حکومتي پلاوي مشري په دیني چارو کې د ولسمشر کرزي ستر سلاکار نعمت الله شهراني کوله او د سولې د عالي شورا غړي قیام الدین کشاف، د ښاري پراختیا وزیر ډاکټر حسن عبداللهي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک ورسره مل وو.
ښاغلي شهراني د خبرو پر مهال د دغه ستر جامع جومات پرانیستنه یو نیک پال وباله او تمه یې وښوده چي په هېواد کي به سوله او ټیکاو راشي .
د عکس تشریح، ښاغلي شهراني د خبرو پر مهال د دغه ستر جامع جومات پرانیستنه یو نیک پال وباله او تمه یې وښوده چي په هېواد کي به سوله او ټیکاو راشي .
د حضرت عمر فاروق جامع جومات چې د کندهار تر ټولو لوى جومات ګڼل کېږي، د بنسټ ډبره یی ۱۵ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال اېښودل شوې وه.
د عکس تشریح، د حضرت عمر فاروق جامع جومات چې د کندهار تر ټولو لوى جومات ګڼل کېږي، د بنسټ ډبره یی ۱۵ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال اېښودل شوې وه.
خود رغونې لس سلنه چارې يې نه وې بشپړې شوې، چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ.
د عکس تشریح، خود رغونې لس سلنه چارې يې نه وې بشپړې شوې، چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ.
د دغه لوی جومات د کار د بشپړولو چارې څلور کاله وړاندې پیل شوې وې چي د چارواکو په خبره یوازې د جامع جومات د رغولو لپاره یی پنځه میلیون ډالره لګولي دي.
د عکس تشریح، د دغه لوی جومات د کار د بشپړولو چارې څلور کاله وړاندې پیل شوې وې چي د چارواکو په خبره یوازې د جامع جومات د رغولو لپاره یی پنځه میلیون ډالره لګولي دي.
دغه ستره پروژه درې برخې لري، د جامع جومات چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، پاتې دوې برخې چې سوداګریز مارکېټ او دیني مدرسه ده، د جوړېدو چارې یې روانې دي چي ټوله پروژه ۱۶ میلیون ډالره لګښت غواړي.
د عکس تشریح، دغه ستره پروژه درې برخې لري، د جامع جومات چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، پاتې دوې برخې چې سوداګریز مارکېټ او دیني مدرسه ده، د جوړېدو چارې یې روانې دي چي ټوله پروژه ۱۶ میلیون ډالره لګښت غواړي.
د کندهار والي توریالي ویسا د دغه لوی جومات د پرانیستني پر مهال وویل چي د مرکزی ادارې سره یی د دغه پروژې د پاتې برخې د جوړولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې ده.
د عکس تشریح، د کندهار والي توریالي ویسا د دغه لوی جومات د پرانیستني پر مهال وویل چي د مرکزی ادارې سره یی د دغه پروژې د پاتې برخې د جوړولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې ده.
د دغه ستر جومات تر څنګ د ښځو لپاره یو جامع جومات، دوکانونه او مارکېټونه او پارکونه تر سترګو کېږي.
د عکس تشریح، د دغه ستر جومات تر څنګ د ښځو لپاره یو جامع جومات، دوکانونه او مارکېټونه او پارکونه تر سترګو کېږي.