د بلجیم او روسیې لوبه

نن د فوټبال نړیوال جام د لوبو یوولسمه ورځ ده.

د بلجیم بریدګر لوبغاړي ډایوک اوریګي د لوبې په ۸۷مه دقیقه کې ګول وکړ. ورسره څنګ کې د بلجیم بل لوبغاړی کېون میرالس دی.
د عکس تشریح، د بلجیم بریدګر لوبغاړي ډایوک اوریګي د لوبې په ۸۷مه دقیقه کې ګول وکړ. ورسره څنګ کې د بلجیم بل لوبغاړی کېون میرالس دی.
بلجیم او روسیه دواړه لوبډلې په اېچ ګروپ کې دي. دا پرله پسې دویمه لوبه وه چې بلجیم وګټله.
د عکس تشریح، بلجیم او روسیه دواړه لوبډلې په اېچ ګروپ کې دي. دا پرله پسې دویمه لوبه وه چې بلجیم وګټله.
دلته د بلجیم لوبغاړي د روسیې پر وړاندې خپل ګول لمانځي. د فوټبال کارپوهانو په آند بلجیم په لوبه کې هاغسې ونه لوبېد چې تمه ترې کېده.
د عکس تشریح، دلته د بلجیم لوبغاړي د روسیې پر وړاندې خپل ګول لمانځي. د فوټبال کارپوهانو په آند بلجیم په لوبه کې هاغسې ونه لوبېد چې تمه ترې کېده.
روسیې تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه له سویلي کوریا سره برابره کړې وه او اوس د نمرو په جدول کې په درېیم نمبر ده.
د عکس تشریح، روسیې تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه له سویلي کوریا سره برابره کړې وه او اوس د نمرو په جدول کې په درېیم نمبر ده.
د روسیې لوبډلې روزونکی فبیو کپېلو لوبغاړو ته په لاس لارښوونه کوي، څنګ ته یې د بلجیم لوبډلې روزونکی مارک ویلمټ هم لیدلی شئ.
د عکس تشریح، د روسیې لوبډلې روزونکی فبیو کپېلو لوبغاړو ته په لاس لارښوونه کوي، څنګ ته یې د بلجیم لوبډلې روزونکی مارک ویلمټ هم لیدلی شئ.
د بلجیم بریدګر لوبغاړی ایډن هازرډ چې چیلسي ته هم لوبه کوي په ننۍ لوبه کې ښه وځلېد او د روسیې پر ګول یې پرله پسې څو بریدونه وکړل.
د عکس تشریح، د بلجیم بریدګر لوبغاړی ایډن هازرډ چې چیلسي ته هم لوبه کوي په ننۍ لوبه کې ښه وځلېد او د روسیې پر ګول یې پرله پسې څو بریدونه وکړل.
د دغې لوبې په ګټلو سره اوس د بلجیم لوبډله د دویم پړاو لوبه ته ولاړه.
د عکس تشریح، د دغې لوبې په ګټلو سره اوس د بلجیم لوبډله د دویم پړاو لوبه ته ولاړه.
له بلجیمه ګڼ شمېر کسان د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره د دغې لوبې نندارې ته راغلي و.
د عکس تشریح، له بلجیمه ګڼ شمېر کسان د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره د دغې لوبې نندارې ته راغلي و.