بدخشان کې ځمکښویېدنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې ځمکښویېدنې لږترلږه ۳۰۰ کورنۍ لاندې کړې، چې نژدې ۲۵۰۰ کسان پکې لاندې شوي او وژل شوي دي.

خلک د پېښې په ځای کې د ښویېدلي ځای تماشا کوي.
د عکس تشریح، خلک د پېښې په ځای کې د ښویېدلي ځای تماشا کوي.
په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویو ټولنو د اټکل له مخې، د بدخشان ځمکې ښویېدنې پېښه کې د قربانیانو شمېر ۲۷۰۰ کسانو ته رسېدلی.
د عکس تشریح، په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویو ټولنو د اټکل له مخې، د بدخشان ځمکې ښویېدنې پېښه کې د قربانیانو شمېر ۲۷۰۰ کسانو ته رسېدلی.
په داسې حال کې چې د قربانیانو د شمېر په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، د خوړو نړیوال سازمان او د برتانیا مرلین بنسټ په سیمه کې اټکل کوي، چې د وژل شویو شمېر شاید ۲۷۰۰ کسانو ته ورسېږي.
د عکس تشریح، په داسې حال کې چې د قربانیانو د شمېر په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، د خوړو نړیوال سازمان او د برتانیا مرلین بنسټ په سیمه کې اټکل کوي، چې د وژل شویو شمېر شاید ۲۷۰۰ کسانو ته ورسېږي.
د بدخشان پر مرګونې طبیعي پېښې په کور د ننه او بهر کې د غمشریکۍ پیغامونه خپاره شوي.
د عکس تشریح، د بدخشان پر مرګونې طبیعي پېښې په کور د ننه او بهر کې د غمشریکۍ پیغامونه خپاره شوي.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې کلیوالو خلکو په ډېرو ناچیزو وسایلو د نژدې ۲۵۰۰ ورکو شویو خلکو رایستل پیل کړي دي.
د عکس تشریح، د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې کلیوالو خلکو په ډېرو ناچیزو وسایلو د نژدې ۲۵۰۰ ورکو شویو خلکو رایستل پیل کړي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په پېښه کې د څه باندې ۳۵۰ کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړې ده، خو وايي چې لاهم تر دوو زرو د ډېرو ورکو شویو کسانو برخلیک نامالوم دی.
د عکس تشریح، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په پېښه کې د څه باندې ۳۵۰ کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړې ده، خو وايي چې لاهم تر دوو زرو د ډېرو ورکو شویو کسانو برخلیک نامالوم دی.
د ځمکې ښویېدو پر دویمه ورځ ژغورندویان د لاندې شویو خلکو رایستلو هڅه کوي.
د عکس تشریح، د ځمکې ښویېدو پر دویمه ورځ ژغورندویان د لاندې شویو خلکو رایستلو هڅه کوي.
خلک له خپلو پاتې شویو اسبابو سره د پېښې په نژدې سیمه کې دي.
د عکس تشریح، خلک له خپلو پاتې شویو اسبابو سره د پېښې په نژدې سیمه کې دي.
د بدخشان والي شاولي الله ادیب بي بي سي ته وویل دا پېښه د دې ولایت د ارګوی ولسوالۍ په اب باریک کلي کې رامنځ ته شوه او ۳۰۰ کورنۍ تر خاورو لاندې شوې.
د عکس تشریح، د بدخشان والي شاولي الله ادیب بي بي سي ته وویل دا پېښه د دې ولایت د ارګوی ولسوالۍ په اب باریک کلي کې رامنځ ته شوه او ۳۰۰ کورنۍ تر خاورو لاندې شوې.
ښاغلي ادیب وویل د ځمکښویېدنې دوې پېښې د یوه ساعت په توپير رامنځ ته شوې.
د عکس تشریح، ښاغلي ادیب وویل د ځمکښویېدنې دوې پېښې د یوه ساعت په توپير رامنځ ته شوې.
د افغانستان ملي اردو سرتېرو د بدخشان ځمکې ښویېدو کې له اغېزمنو شویو سره له کابل څخه د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې.
د عکس تشریح، د افغانستان ملي اردو سرتېرو د بدخشان ځمکې ښویېدو کې له اغېزمنو شویو سره له کابل څخه د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې.
د پيښې قربانیان هغه کسان دي چې لومړني کلي ته د قربانیانو مرستې ته ورغلي وو.
د عکس تشریح، د پيښې قربانیان هغه کسان دي چې لومړني کلي ته د قربانیانو مرستې ته ورغلي وو.
والي وایي دوی د ګاونډیو کلیو شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ چې له خطر سره مخامخ وې له سیمې ایستلې دي.
د عکس تشریح، والي وایي دوی د ګاونډیو کلیو شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ چې له خطر سره مخامخ وې له سیمې ایستلې دي.
وړاندې د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار د لومړنۍ پېښې په اړه بي بي سي ته وویل،دا پېښه د ارګو ولسوالۍ اب خشک کلي کې شوې، چې د ۲۰۰ - ۲۳۰ ترمنځ کورونه په کې ځمکې ښویېدنې لاندې کړي دي.
د عکس تشریح، وړاندې د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار د لومړنۍ پېښې په اړه بي بي سي ته وویل،دا پېښه د ارګو ولسوالۍ اب خشک کلي کې شوې، چې د ۲۰۰ - ۲۳۰ ترمنځ کورونه په کې ځمکې ښویېدنې لاندې کړي دي.
پېښه کې د خواجه خیر آب ټول کلی ویجاړ شوی و.
د عکس تشریح، پېښه کې د خواجه خیر آب ټول کلی ویجاړ شوی و.