د عاج ساحل چاغې مېرمنې

د عاج ساحل په يوه ښار ابيجان کې د هغو ښځو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې یو وخت به خپلو خلکو ډيرې چاغې بللې او حتی کله کله به زندان ته په دې خاطر اچول کېدې چې ښکلې نه وې.

د عاج ساحل په يوه ښار ابيدجان کې د هغو ښځو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې یو وخت به خپلو خلکو ډيرې چاغې بللې او حتی کله کله به زندان ته په دې خاطر اچول کېدې چې ښکلې نه وې.
د عکس تشریح، د عاج ساحل په يوه ښار ابيدجان کې د هغو ښځو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې یو وخت به خپلو خلکو ډيرې چاغې بللې او حتی کله کله به زندان ته په دې خاطر اچول کېدې چې ښکلې نه وې.
د پخواني برتانوي انځورگر بېرل کوک د سبک څرکونه د عاج ساحل د مخکښ انځورگر کسي په کار کې ليدل کيږي.
د عکس تشریح، د پخواني برتانوي انځورگر بېرل کوک د سبک څرکونه د عاج ساحل د مخکښ انځورگر کسي په کار کې ليدل کيږي.
د دې انځورنو کښوونکی کسي نوميږي او وايي دی په خپلو انځورونو، غواړي دې مېرمنو ته ووايي چې ښکلي یاست. خدای داسې پېدا کړي یاست، له خوړو سره مو احتیاط وکړئ او څه تمرین کوئ.
د عکس تشریح، د دې انځورنو کښوونکی کسي نوميږي او وايي دی په خپلو انځورونو، غواړي دې مېرمنو ته ووايي چې ښکلي یاست. خدای داسې پېدا کړي یاست، له خوړو سره مو احتیاط وکړئ او څه تمرین کوئ.
نندارې ته يوه راغلې مېرمنه اکسیلي اوسوبو وايي: دا ډير نیک کار دی، ځکه موږ تل په انځورونو کې نازکې او ښکلې مېرمنې وينو، ښکلی طبیعت وينو نو اوس چې مې زموږ خپلې غټې او پلنې مېرمنې وليدلې ډيره خوشاله یم.
د عکس تشریح، نندارې ته يوه راغلې مېرمنه اکسیلي اوسوبو وايي: دا ډير نیک کار دی، ځکه موږ تل په انځورونو کې نازکې او ښکلې مېرمنې وينو، ښکلی طبیعت وينو نو اوس چې مې زموږ خپلې غټې او پلنې مېرمنې وليدلې ډيره خوشاله یم.
کسي وايي له ابيدجان څخه بېنگروېل ته په موټر کې روان و چې يوه لانجه يې وليده او د چاغو مېرمنو د انځورونو فکر ورپيدا شو.
د عکس تشریح، کسي وايي له ابيدجان څخه بېنگروېل ته په موټر کې روان و چې يوه لانجه يې وليده او د چاغو مېرمنو د انځورونو فکر ورپيدا شو.
يوه غټه پلنه ښځه موټر ته را پورته شوه او ټکسي والا ورته وويل چې باید د دوو چوکیو کرایه ورکړي ځکه وايي دا ښځه د دوو کسانو ځای نیسي.
د عکس تشریح، يوه غټه پلنه ښځه موټر ته را پورته شوه او ټکسي والا ورته وويل چې باید د دوو چوکیو کرایه ورکړي ځکه وايي دا ښځه د دوو کسانو ځای نیسي.
دغه انځورګر وايي خلک دلته لوړې، غټې او پلنې مېرمنې خوښوي.
د عکس تشریح، دغه انځورګر وايي خلک دلته لوړې، غټې او پلنې مېرمنې خوښوي.
نندارې ته یو بل راغلی کس وايي چې دا انځورونه موږ ته اصلي افریقايي مېرمنې راښيي.
د عکس تشریح، نندارې ته یو بل راغلی کس وايي چې دا انځورونه موږ ته اصلي افریقايي مېرمنې راښيي.
د کسي نندارتون د هنرونو نړېوال کلنى برخه ده او سږ کال يې د ناېجيریا، سنیګال او ګانا په ګډون له لسو ډيرو افریقايي هېوادونو انځورګر سره يو ځای کړل.
د عکس تشریح، د کسي نندارتون د هنرونو نړېوال کلنى برخه ده او سږ کال يې د ناېجيریا، سنیګال او ګانا په ګډون له لسو ډيرو افریقايي هېوادونو انځورګر سره يو ځای کړل.
د هنرونو دا نندارتون په دې ډير پېژندل شوی چې خورا ډير ساده ټکو ته په کې پام کيږي او بېلا بېل رنګونه کاروي.
د عکس تشریح، د هنرونو دا نندارتون په دې ډير پېژندل شوی چې خورا ډير ساده ټکو ته په کې پام کيږي او بېلا بېل رنګونه کاروي.
انځورګر کیسي وايي د خدای مخلوقات انځوروي.
د عکس تشریح، انځورګر کیسي وايي د خدای مخلوقات انځوروي.
دا نندارتون د ابيدجان په بېلا بېلو برخو کې خلک لیدای شي.
د عکس تشریح، دا نندارتون د ابيدجان په بېلا بېلو برخو کې خلک لیدای شي.