د لوديځې افریقا خوراکي کړکيچ

ددې اوونۍ د تصویرونوبرخه د لویديځې افریقا د ساحل په سيمه کې وچکالۍ او د مرستندویه ټولنو لخوا په دغه سیمه کې د بشري ناورين د رامنځ ته کیدا خبرداري ته ځانکړې شوې.

مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی چې د لویديځې افریقا د ساحل په سيمه کې به وچکالي په بشري ناورين واوړي. بې پولې ډاکتران وايي په چاد، بورکينا فاسو ، مالي، موريتانيا ، نيژير او شمالي سېنېگال کې بې وزلي او مرضونه د زرګونه کسانو ژوند ګواښي.
د عکس تشریح، مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی چې د لویديځې افریقا د ساحل په سيمه کې به وچکالي په بشري ناورين واوړي. بې پولې ډاکتران وايي په چاد، بورکينا فاسو ، مالي، موريتانيا ، نيژير او شمالي سېنېگال کې بې وزلي او مرضونه د زرګونه کسانو ژوند ګواښي.
د نيژير د کداکو بېرې کلي اوسیدونکي ابوبکر خپله ناروغه لور د سيمې نژدې کلینیک ته بیولې وه چې خبر شو میندوارې میرمنې يې خپل ماشوم ضايع کړی او خپله په مرګوني حالت کې وه.
د عکس تشریح، د نيژير د کداکو بېرې کلي اوسیدونکي ابوبکر خپله ناروغه لور د سيمې نژدې کلینیک ته بیولې وه چې خبر شو میندوارې میرمنې يې خپل ماشوم ضايع کړی او خپله په مرګوني حالت کې وه.
بې پولې ډاکتران وايي د نيژير په ځينو کلو کې د خرابو لارو، کلینیکونو ته اوږد مزل او د ټرانسپورت نشتوالي له امله ډيری ميندې او ماشومان روغتيايي مرکزونو ته پر خپل وخت نه رسيږي.
د عکس تشریح، بې پولې ډاکتران وايي د نيژير په ځينو کلو کې د خرابو لارو، کلینیکونو ته اوږد مزل او د ټرانسپورت نشتوالي له امله ډيری ميندې او ماشومان روغتيايي مرکزونو ته پر خپل وخت نه رسيږي.
دغې وچکالۍ يوازې انسانان نه دي زيانمن کړي ،حيوانات هم د اوبو او څړ ځايونو د نشتوالي امله په بد ډول اغیزمن شوي دي.
د عکس تشریح، دغې وچکالۍ يوازې انسانان نه دي زيانمن کړي ،حيوانات هم د اوبو او څړ ځايونو د نشتوالي امله په بد ډول اغیزمن شوي دي.
ځينې وخت په کلو او بانډو کې حيوانات خو پريږده چې انسانانو ته اوبه نه پيدا کيږي .
د عکس تشریح، ځينې وخت په کلو او بانډو کې حيوانات خو پريږده چې انسانانو ته اوبه نه پيدا کيږي .
په نيژير کې يوه بله ستونزه په وروستیو میاشتو کې له ګاونډي هیواد مالي نه د را رسیدوونکو مهاجرو ده.
د عکس تشریح، په نيژير کې يوه بله ستونزه په وروستیو میاشتو کې له ګاونډي هیواد مالي نه د را رسیدوونکو مهاجرو ده.
خلک د مالي په شمال کې د تاوتريخواليو د نوو څپو نه په تيښته دي.
د عکس تشریح، خلک د مالي په شمال کې د تاوتريخواليو د نوو څپو نه په تيښته دي.
برتانیا میشته مرستندویه ټولنه اکسفام وايي ټولې نښې دا ښيي چې که مو ژر څه ونه کړل نو روانه وچکالي به په ناورين بدله شي.
د عکس تشریح، برتانیا میشته مرستندویه ټولنه اکسفام وايي ټولې نښې دا ښيي چې که مو ژر څه ونه کړل نو روانه وچکالي به په ناورين بدله شي.
مرستندويه ټولنې وايي ډیر څه بايد وشي چې ځايي اوسیدونکي وهڅول شي چې په بشري مرستو تکیه ونه کړي. دغه ميرمن چې ۴۰ کلنه او د لسو اولادونو مور ده د اکسفام له لوري د کار په بدل کې د پيسو په يوه پروګرام کې کار کوي.
د عکس تشریح، مرستندويه ټولنې وايي ډیر څه بايد وشي چې ځايي اوسیدونکي وهڅول شي چې په بشري مرستو تکیه ونه کړي. دغه ميرمن چې ۴۰ کلنه او د لسو اولادونو مور ده د اکسفام له لوري د کار په بدل کې د پيسو په يوه پروګرام کې کار کوي.
د دغو پيسو په بدل کې د کلي اوسیدونکي بايد داسې کوچني کاریزونه جوړ کړي چې په کې په باراني موسمونو کې اوبه وساتل شي.
د عکس تشریح، د دغو پيسو په بدل کې د کلي اوسیدونکي بايد داسې کوچني کاریزونه جوړ کړي چې په کې په باراني موسمونو کې اوبه وساتل شي.