د زړه او د مغزو د سکتې څومره خطر لرئ، "محاسبه یې کړئ"

د عکس سرچینه، BBC World Service
د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو څانګه (این ایچ ایس) یوه انټرنیټي <link type="page"><caption> محاسبه</caption><url href="https://www.nhs.uk/Tools/Pages/heartage.aspx" platform="highweb"/></link> پیل کړې چې ویل کېږي په راتلونکو لسو کلونو کې خلکو کې د زړه او د مغزو د سکتې احتمال ارزوي.
په دغه محاسبه کې د ځینو مسایلو لکه عمر، ونې، وزن، د روغتیا پخواني حالت، کورنۍ او سګرټو څښلو په اړه پوښتنې کېږي او تر دې وروسته د کس د زړه او مغزو د سکتې احتمال او (د زړه د عمر) په اړه مالومات څرګندېږي.
دغه محاسبه د دیرشو کلونو نه د پورته عمر خلکو لپاره د تطبیق وړ ده او له کاروونکي د فشار د اندازې، د وینې غوړ، د شکرې ناروغۍ، ارتریت روماتوید او د زړه د ټکان ستونزو په اړه پوښتنې کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
کارپوهان هیلمن دي چې دغه محاسبه به له خلکو سره مرسته وکړي چې له ناسالمو عادتونو لاس واخلي او د خپل زړه، رګونو او د وینې د جریان حالت ته نور ډېر پام وکړي او که خپل د وینې د فشار یا غوړو په اړه نه پوهېږي، نو مالوماتو لاسته راوړلو لپاره یې وهڅېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
خو د دې تر څنګ ځینو نورو کارپوهانو بیا اندېښنه څرګنده کړې چې دغه محاسبه د هر کس د ځانګړنو په پام کې نیولو پرته جوړه شوې ده او ممکنه ده خلک پرته له کوم دلیله اندېښمن کړي، په ځانګړې ډول ځکه چې ځینې عوامل د یو شخص په کنترول کې نه دي لکه د کورنۍ مخینه یا پر ناروغیو اخته کېدل.
هغه څېړنه چې په امریکا کې ترسره شوې ښيي چې یوه ورته محاسبې په سړو کې د زړه د سکتې احتمال ۳۷ تر ۱۵۴ سلنه او په ښځو کې ۸ تر ۶۷ سلنه ښودلی دی.
د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو څانګې د دې تر څنګ د مغزو د عمر ټاکلو او د دمانس او الزایمر پر نارغیو د اخته کېدو د احتمال لپاره هم د محاسبو په جوړولو کار کوي.




