په افغان قوانينو کې جنسي تيري لپاره ټاکلې شوې سزا کافي ده؟

پغمان کې، په ډلييز جنسي تيري (زبرزنا) تورنو کسانو ته د کابل يوې محکمې د مرگ سزا واوروله.
دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې رسنيو ته يې لاره ومونده او په ټولنه کې يې پراخ غبرگون را وپاروۀ.
د افغان ولسمشر په گډون د ټولنې ډېرشخصيتونه او د مدني ټولنو غړي چې ان د اعدام له سزا سره مخالف دي، په دې برخه کې يې مجرمينو ته د مرگ سزا وغوښته.
خو پړه پېژندل شوي د زبرزنا په جرم نه بلکې د غلا غدۍ او امنيت گډوډولو په جرم په اعدام محکوم شول.
د افغانستان د سزا په قوانينو کې جنسي تيري کوونکو ته د اوږدۀ مهال بند په پام کې نيول شوى خو هغه مهال د اعدام په سزا بدلېږي چې د قرباني د مرگ لامل شي.
آيا د زبرزنا په برخه کې د افغانستان په قوانينو کې اړين رڼښت شته؟
ټاکلې شوې سزا کافي ده؟
په دې برخه کې قانون څومره پلى کېږي؟
په قانون کې د څه راز نورو بدلونونو اړتيا شته.
د ستاسو نظر په دې گڼه کې يې له تاسو اورو.
خپرونه کې گډون لپاره د سه شنبې ماښامنۍ خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ را ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
تاسو کولى شئ چې د بي بي سي پر پښتو فېسبوک پاڼې هم خپل پيغامونه پرېږدئ.








