ایا نوماندان خپلو وعدو ته ژمن بولئ؟

د عکس سرچینه،
- Author, وړاندې کوونکی
- دنده, سمیع الله موسی زی، کابل
د ولسمشرۍ ټاکنو دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله دواړو د یوې ګډې اعلامیې په لاسلیکولو سره هوکړه وکړه چې د ملي یو والي حکومت به رامنځته کوي او د هغه لپاره به ګډو پروګرامونو جوړوي.
ښاغلي عبد الله دغه اعلامیه د افغانانو لپاره یو زیری وباله او ښاغلي احمدزي هغه د هیواد د شرایطو په اړه د ګډ احساس پایله بللې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې په منځګړتوب یې دغه اعلامیه لاسلیک شوې ویلي دواړو نوماندان باید خپل ځانونو ته نه بلکې د افغانستان راتلونکې ته پام وکړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر ځنډ او ټکني پرمختګ افغانانو ته ډیرې ناخوالې ورپیښې کړي دي.
اوس پوښتنه داده چې آیا دغه ګډه اعلامیه به وکولی شي د ټاکنو لانجه پای ته ورسوي؟
آیا فکر کوئ چې دا ځل به د هغه تیر په څېر نه کیږي او دواړه نوماندان به خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي؟
آیا فکر کوئ چې په اعلامیه کې له شوې ژمنې سره سم به د ټاکنو چارې پرمخ ولاړې شي؟




