د ټاکنو غځېدلي بهير مو ورځنى ژوند څومره اغېزمن کړى؟

د عکس سرچینه، AP
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنيزې هلې ځلې د سلواغې په ١٣ پيل شوې او د ټاکڼو لومړى پړاو د وري پر ١٦ تر سره شو، خو دغه بهير پسې وغځېد او دا دى پايلې يې ان تر ننه نه دي جوتې شوي.
څارونکي وايي دا ښايي د نړۍ په تاريخ کې يو له تر ټولو اوږدې ټاکڼې وي.
د ټاکڼو دا اوږدۀ بهير او بيا ورورسته يې په لړ کې د ناندريو را ټوکېدل په لويه کچه په افغانستان کې چارې ټکنۍ کړي او د خلکو پر ژوند او کار وبار يې هم اغېز پرې ايست.
آيا د ټاکنو دې اوږدې او غځېدلې لړۍ د ستاسو په ورځني ژوند هم اغېز کړى؟
که هو نو څنگه؟
د ستاسې نظر په دې گڼه کې يې له تاسو اورو.
که غواړئ په دې اړه خپرونې کې برخه واخلئ، د سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال زنګ راووهئ
شمېره موده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
دغه راز په فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.
د خپرونې کوربه يما بارز دی.








