د ټاکنو له څارونکو څه غواړئ؟

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنيز بهير د څار په موخه شاو خوا ٢٠٠٠٠٠ زرو څارونکو او مشاهدينو ته اعتبار ليکونه ورکړي دي.
د ټاکنو سمه څارنه د ټاکنيز بهير د مشروعيت لپاره خورا اړينه چاره ده او هر کورني او بهرني څارونکي ته اړتيا ده چې د خپلې دندې ښه تر سره کولو لپاره د افغان ټاکنيز قوانين او کړنلارو په تړاو کافي مالومات ولري.
آيا ستاسو په آند د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکنو څارونکي چمتو دي چې خپله دنده سمه تر سره کړي؟
بل لوري ته داسې اندېښنې دي چې څارونکي او مشاهدين به نا آرامو سيمو ته ورتگ لپاره زړه ښه نه کړي او د دوى فعاليتونه به تر ډېره په مرکزي سيمو ورټول وي.
ناامني څومره د دوى د کار په وړاندې خنډ کېداى شي.
د ټاکنيز بهير له څارونکو څه هيلې لرئ؟
او سپارښتنې مو ورته څه دي؟
په پروگرام کې د گډون لپاره د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
همدارنگه کولى شئ په بي بي سي پښتو فېسبوک کې خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.








