ستاسې نظر: د انتقالي عدالت بحث ولې پیکه شوی؟

- Author, وړاندې کوونکی: خوشحال تایب
- دنده, کابل
په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او بښنې قانون تر تصویب وروسته د انتقالي عدالت پلي کېدو بحث پیکه شوی، خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت موضوع لا هم نه ده هېره شوې.
د افغانستان د بشري حقونو چارواکي د افغانستان د ولسي جرګې له خوا د انتقالي عدالت موضوع څارل ،ډېر سیاسي کول او ورپسې د بښنې قانون تصویبول د یو شا ته تګ او تور یادګار په نوم یادوي.
په همدې تړاو د سولې پخلاینې او انتقالي عدالت یو سیمینار په کابل کې جوړ شوی چې په لومړي ځل د جرمونو پر ضد د نړیوالې محکمې یو استازی هم کابل ته راغلی دی. او له نژدې د بشري حقونو او مدني ټولنو له استازو سره ګوري.
پر همدې موضوع به د یکشنبې په ماښام ستاسو نظرونه واورو:
ایا د انتقالي عدالت موضوع د ولسمشرۍ د احتمالي نوم اندانو په تګلارو کې شامله شي که نه؟
ستاسو په نظر نړیواله ټولنه په راتلونکي کې د انتقالي عدالت په تړاو څه کولای شي؟




