ستاسې نظر: د ښځو حقونه څرنګه خوندي کېدای شي؟

- Author, وړاندې کوونکی: حفیظ الله معروف
- دنده, کابل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې يو این ډي پي داسې نوی پروګرام پیل کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریوالي کموالی او په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ونډې ډېروالی یې مهمې برخې دي.
د دغه پروګرام له مخې، په ټول افغانستان کې څېړونکي، د ښځو د حقونو فعالان، د جندر د برخې کارپوهان او حتی خبریالان د ښځو د حقونو او په ټولنه کې د انډول پر وړاندې ننګونې او پوښتنې د ملګرو ملتونو له مهمو کارپوهانو سره مطرح کوي او د حل لارې چارې یې لټوي.
د ښځو اړ نارینه وو ترمنځ انډول په دې مانا دی، چې ښځې او نارینه په مساوي ډول فرصتونه، سرچینې، امکانات او کار تقیسم کړي.
ستاسې په چاپېریال او کورنۍ کې ترکومه ځایه د نارینه وو او ښځو ترمنځ انډول په پام کې نیول شوی؟
د ښځو لپاره څنګه ښوونیز چاپېریال برابرېدای شي؟
ستاسې په سیمو کې له ښځو سره څنګه چلند کېږي؟
په ټولنیزو چارو کې د ښځو د لاډېرې وڼدې لپاره څه کول پکار دي؟
د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې پر دې غږیږو، چې څنګه په ټولنه کې د ښځو حقونو خوندي کېدای شي؟ ستاسې له نظره د حل لاره یې څه کېدای شي؟
که غواړﺉ په دې پروګرام کې خپل نظر راسره شريک کړﺉ، نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپروه کې راته ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰شمېره راته زنګ ووهئ.
دارنګه کولای شئ، د بي بي سي پر <link type="page"><caption> پښتو فېسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link> پاڼه هم خپل نظر یا پوښتنه راته پرېږدﺉ.








