ډیوه: مروره

له شوخۍ او سرشارۍ د مرورې خلک د وطن هر بریده کې تر نورو مخکې ودرېده خو تذکرې (د طابعت پاڼې)يې نه اخیستې.
د عکس تشریح، له شوخۍ او سرشارۍ د مرورې خلک د وطن هر بریده کې تر نورو مخکې ودرېده خو تذکرې (د طابعت پاڼې)يې نه اخیستې.

د هرې ټولنې دیوالونه تر ډېره هلته په شته روایتونو ولاړ وي.

ځینې وخت خال خال تړې په کې داسې هم وي چې د ټولنې وګړي ترې ځورېږي خو ځکه يې نه نړوي چې د نورو یو څه غښتلو او ګټه رسونکو هغو د درز وېره په کې وي.

د پښتونخوا له سر شاره سیمې باجوړ سره په سمښت د ډیورنډ کرښې په دې پلو کې مروره چې د ختیځ ولایت کونړ یوه ولسوالۍ ده.

د داسې ځانګړو روایاتو لرونکي نظام یوه مټه وره سیمه وه، مروره له خپګانه نه ده. مروره له شوخۍ او په خپل ځان د ولاړو ارزښتونو په لرلو سره مروره یادېده.

که به څوک په شخصي بدۍ واوښته نو دغلته به يې د پنا ځای ځاېږی و. دغلته مېشت قوم ماموند خپلې پرېکړې یوازې د کاڼو په رغړولو کولې.

د قضا دوسيې په کې نه وې، کوټوال په کې د چا کاله ته د نیونې لپاره نه ودرېده.

له شوخۍ او سرشارۍ د مرورې خلک د وطن هر بریده کې تر نورو مخکې ودرېده خو تذکرې (د طابعت پاڼې)يې نه اخیستې.

په هره ملي غورځه پرځه کې کږې شملې راوتل او د وخت واکمنو يې هم د درناوي لاسلیک کړی و.

دوی د ډیورنډ کاکا د کرښې هم دومره پروا نه ساتله. جرګه مارو سپین ږیرو که به سبا ناری د مرورې په کلي کې کاوه غرمنۍ به يې د باجوړ په کلیو کې وو.

د پلار د یوه زوی کور به له کرښې یو خوا ودان و او د بل هغه به په بل اړخ کې. د مرورې په روټه کې به د باجوړي ورور برخه وه او د باجوړ په شړشمو کې به د مرورې د ورور برخه بېلېده

یوه به ویل کابل ته مه وایه چې وران شې

په کې اوسېږي پښتانه کاږه بریتونه

او د بل په خوله به دا وه چې که باجوړ نه خورې بد پرې مه وایه خو نن مروره ریښتیا مروره ده

هغه وخت که ماموندې پېغلې د نورې نړۍ له خوږو په څنډه پاتې وې خو دا ورته لویه پاچاهي وه چې پیزوان به يې په مخ ټالۍ وهلې او د شړشمو په کروندو که به بې خاره د ډوډۍ او سبو د جوړولو لپاره ګرځېدلې.

په هغه پوله به نارینه زړه تګ ته نه کاوه چېرته چې به مېرمنې په کار لګیا وې.

زلمو به يې په کراچۍ کې کالو سر د ټاټکي مزدوري کوله او یا به یې په ترکستان کې د شولو لوونه کول او دا سیمه یې په خپلو روایاتو ودانه ساتله خو اوس حالت بدل دی.

د مرورې پېغلې په لوی کلي کې داسې دي لکه مېلمنې. له ادم خیلو کاریزه منګي نه شي راډکولی، د دړيدم او پیتاو کروندې ترې پاتې دي او نرو اوبو ته خو تلل له پل سراطه تېرېدل دي.

د غرونو لارې د وسله والو سړیو شوې او په کلیو کې د اربکیانو مورچې جوړې دي.

اوس له بدیو نه د خوندیتوب لپاره هلته څوک نه ځي خو د دغې سیمې خلک د جګړې له شره د خپل سر د خېر په لټه خپل کور کلی پرېږدي.

هغوی چې د کاڼو په رغړولو يې د نورو سیمو د خلکو پرېکړې کولې، اوس د خپل کلي د سربند د اوبو د وار، پرچاو او وېش پرېکړې هم ترې پاتې دي.

د کليوالو خبره به د کلي په ډبه خلاصېده خو نن د هر کور خپله خپله ده.

که د حکومت ودانیو ته د خپل خواږه وطن د تذکرو لپاره نه ورتله خو اوس په اسداباد کې د واکمن د خونې وره ته هر سهار د دې لپاره ورځي چې الوتکو يې ماشومان وژلي.

هغه د کلیوالو خبره ده چې څه چاړه تېره وه او څه ابۍ ورسته وه.

نه خو د قوم سرلارو ترشا پرتو کیسو ته کتل او نه خو واکمنو د خپل واک پرې د زړه په سترګو لیدلې.

اوس نو وشوه له شوخۍ او سرشارۍ مروره خپګان ته ورسېده.

باجوړ هم په زړه پرهر دی چې خپه مروره پخلا کړي خو ښه به دا وي چې د دې وطن هغه خښتې دې بې ځای کېدو ته پرې نه ښودل شي چې بیا به یې ځای بله ونه نیسي.

مسته مروره دې په ناز وساتل شي . خپه مرور دې پخلا شي او دا چې په کوم پال راتلونکی نیسو، ماشومانو ته دې د ښونځیو لارې جوړې شي چې د هغوی له ترانو يې واورو.

دا ترانې به ټوپکوال هم خمار کړي او د الوتکو خاوندان به هم دا پلمه و نه لري چې په چا پسې الوځي.