تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا شاهي کورنۍ د ملکې د واکمنۍ ۷۰ یمه کلیزه کې
د بریتانیا ملکه دویمه الېزابیت د خپلې واکمنۍ اویا کلنۍ کلیزه کې د باکینګهم ماڼۍ برنډې کې له خپلې کورنۍ سره را ښکاره شوه.
د لومړي ځل لپاره شهزادګۍ کاترین د شاهي کورنۍ له نورو غړو سره د اسونو په ګاډۍ کې یو ځای له شهزاده چارلز، شهزاده جورج او شهزاده لېوس سره را څرګند شول.له دې مخکې د بریتانیا شاهي غړو د لندن په مرکز کې د سرتېرو هغه ځانګړي جشن کې برخه واخیسته چې په رسمي ډول د ملکې د زیږیدو لمانځنې لپاره جوړ شوی و.
د ملکې د واکمنۍ په ویاړ دا څلور ورځنی جشن د پوځیانو لخوا له نمانځلو پیل شو.
سر تیرو شهزاده چارلز ته سلامی ووهله.
۹۶ کلنې ملکې د هغو سرتیرو ننداره وکړه چې تازه د سرتیرو رنګین جشن نه ستانه شوي وو.
د شاهي کورنۍ غړو او ماشومانو دا مراسم له برنډې او اس ګاډي ننداره کړل.
له مراسمو وروسته دا شاهي کورنۍ باکینګهم ماڼۍ ته ستنه شوه او کله چې سرتیرو ماشومانو ته سلامي ووهله، ماشومانو هم ورته د درناوي سر ټیټ کړ.