تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فلمي نړۍ: نېها دوپیا ولې پر خواله رسنیو ځورول کېږي؟
د هندي فلمونو لوبغاړې نېها دوپیا په اړه خبرې له څه مودې راهیسې پر خواله رسنیو ډېرې ښکته پورته کېږي. لامل يې په یوه تلويزوني خپرونه 'روډيز ' کې له یوه ګډونوال سره د هغې توند چلند دی.
د 'روډيز' په یوه خپرونه کې یوه ګډونوال وویل، هله يې خپلې ملګرې ته څپېړه ورکړه چې پوه شو له ده سره دوکه کوي.
هغه مهال نېها دوپیا د ګډونوالو د تمثیل د ارزونې پر څوکۍ ناسته وه. پر دې د ګډونوال دا خبره بده ولګېده او د ارزونې پر مهال له غصې سره شوه.
هلک ته يې د سپکو سپورو تر څنګ وویل، "د نجلۍ خپله خوښه ده چې چا سره اړیکه ساتي او چا سره نه".
تر دې وروسته پر خواله رسنیو ناندرۍ پېل شوې. یوازې نېها دوپيا نه بلکې مېړه ته يې هم خلکو ډېر څه ولیکل.
خو دې په یوه بله خپرونه کې ویلي چې خبرې يې "ناسمې" درک شوې دي او په وینا یې، "غلط" رنګ ورکړل شوی دی.
د نيها په خبره، دا اوس هم پر خپلې دې خبرې ولاړه ده چې په ټولنه کې له ښځو سره هر ډول تاوتريخوالی ناسم کار دی.
خو د نیها لکه چې پام نه و، د ښځو د حقونو او درناوي په اړه خپرونه کې هغې هلک ته د مور او خور ښکنځلې وکړې، چې دا پخپله د ښځو سپکاوی دی.
فلمي ستوري په قرنطینکې:
د قرنطين او ګرځبندیز پر مهال د هندي سېنما یا باليووډ ستورو ځانونو ته بېلا بېلې بوختیاوې پېدا کړې دي.
د دې لپاره چې له خلکو هېر نشي، هغوی سره په اړیکه کې د اوسېدو لپاره مختلفې نوې لارې چارې کاروي.
رنوير سېنګ پر خواله رسنیو خلکو ته ورښکاروي چې څنګه له خپلې مېرمنې ديپيکا سره په پخلنځي کې مرسته کوي او هغه د نوو خوړو پخول ورزده کوي چې بیا يې په ګډه خوري.
یوه بله فلمي ستورې هما قریشي د کېک پخولو هڅه کوي.
ځينو نورو بیا په ګډه په کور دننه یو لنډ فلم جوړ کړی دی چې خلکو ته پخپلو کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه پکې شوې ده.
په دغه فلم کې د هند له وتلي فلمي ستوري امیتابچن سره عالیه بټ، رنبیر کپوراو د سويلي هند د فلمونو ځینو وتلو لوبغاړو هم کار کړی دی.
ټولو خپلې برخې پخپلو کورونو کې ثبت یا شوټ کړې دي.
د کرن جوهر اولادونه د پلار په اړه څه وایي:
د باليووډ تر ټولو مشهور فلم جوړوونکي کرن جوهر له خپلې لور روحي او زوی یش سره په ګډه د ساعت تېرۍ وېډيو کړې.
په دې په زړه پورې وېډیو کې د کرن اولادونه د هغه له ځينو وړتیاو منکر دي او نه يې ورسره مني.
کرن چې کله له خپل زوی پوښتنه کوي چې د ده جوړ کړی فلم 'کوچ کوچ هوتا هې' ګوري؟ نو زوی يې په ځواب کې ورته وايي چې 'نه، هغه فلم ته د سړي زړه تنګېږي'.
د کرن بچیانو هغه ته دا سپارښتنه هم کوله چې لږ ساده کالي دې اغوندي.
دا خو لا پرېږده، کله چې په یوه وېډيو کې کرن جوهر د خپلو اولادونو په مخکې د سندرې کولو هڅه کوي نو ماشومان يې ورته وايي چې 'ابا، شور او ځوږ مه کوه، سندره هم بس کړه'.
نو کرن ته پر دې پوهېدل په کار دي چې ماشومان د زړه خبره نه پټوي او د هغه دا نوي نقادان سختې سپينې سپینې خبرې کوي.
د عامر خان پټه مرسته:
په تېرو څو اوونيو کې د بالي ووډ ځينو وتلو ستورو د هند لومړي وزیر نرېدرا مودي ته له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ډېره مالي مرسته ورکړه.
پر رسنیو هم دغه فلمي لوبغاړي ډېر وستایل شول. خو د دوی له ډلې يې ځينې داسې هم وو چې مرسته خو يې وکړه مګر نه يې پر خواله رسنيو په دې اړه څه ولیکل او نه يې هم کومه خبري رسنۍ په ځان خبره کړه، بلکې په پټه يې مرستې ورسولې.
عامر خان له همداسې کسانو یو دی. هغه یوازې لومړي وزیر ته نه بلکې څو نورو هغو بنسټونو ته هم ډېرې زیاتې پېسې ورکړې چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره کار کوي.
یوازې دا نه، عامر خان خو پخپل فلم 'لال سېنګ چډا' کې په ورځانې یا دیاړۍ باندې کارکوونکو سره هم د مالي مرستې ژمنه کړې او پرېکړه يې کړې چې دهغوی ټول مالي لګښتونه به هم ورکوي.