افغان مېرمن او په نارینه چاپېریال کې کار کول
ځینو افغان مېرمنو د ولسمشرۍ سیالیو لپاره هم سیالي کړې ده.
افغان مېرمنو د پوځ جنرالۍ، سوداګرۍ، لیکوالۍ او لیک او لوست، ورزشکارۍ، پیلوټۍ، وزارت، وکالت، سفارت، څارنوالۍ، د پارلمان غړیتوب، ښاروالۍ، ولایت او ځینو نورو مهمو پوستونو ته ځانونه رسولي، که څه هم ډېر نه ګڼل کېږي، خو د ډېرېدو هیله یې زیاته ده.
خو د افغانستان په څېر یوه هېواد کې د دغو بریالیو ښځو لپاره ژوند کول او چارو ته دوام ورکول له ګواښه ډک کار دی.




