اېکسپرس ټریبیون: سږکال ۳۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
اېکسپرس ټرېبيون:

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان چاپې اېکسپرس ټرېبيون ورځپاڼې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ ته کتنه کړې او په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې يې ليکلي چې سږ کال څه د پاسه ٣٥٠٠٠٠ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ور ستانه شوي دي.
ورځپاڼې د ملگرو ملتونو له لوري خپرو شويو شمېرو ته اشاره کړې او وايي د اکتوبر مياشتې په لومړيو کې افغانستان ته د ورغلو اسناد لرونکو يا قانوني کډوالو شمېر له ٢٠٠٠٠٠ واوښت. او څه د پاسه ١٦٠٠٠٠ ناقانونه افغان کډوال هم خپل هېواد ته بېرته ورگرځېدلي دي.
فارن پاليسي:

د عکس سرچینه، AFP
د فارن پاليسي مجلې "په افغانستان کې زموږ جنرالان پاتې راغلل" تر سرليک لاندې يوۀ اوږدۀ مطلب کې ليکلي چې دا ناکامي تکتيکي نه، چې د مشرتابه وه.
فارن پاليسي زیاتوي؛ د ډېوېد پټريوس ارتقا يا لوړېدل او د بغاوت ضد نظريې يا دوکتورين ته د پوځ بيا لاسرسى د داسې يو باور د رامنځته کېدو لامل شو چې گواکې امريکايى پوځ په افغانستان او عراق کې جگړې لپاره ځان سم کړى، خو د مجلې په وينا دا بدلون ژور نه و.
مطلب په دې لړ کې افغانستان کې د امريکايي قومندانانو لنډمهال ماموريتونه او د افغانستان پوځ کې خپلوۍ پالنه او فساد سره تړلې نورې ستونزې د ناکامۍ يو له ډېرو لاملونو يادوي.
هندوستان ټايمز:

د عکس سرچینه، AFP
هندوستان ټايمز د هند د بهرنيو چارو وزير د مرستيال جې شنکر له خولې ليکلي چې هند به له پاکستان سره ډيپلوماتيکې خبرې اترې پيل کړي خو د دغه راز خبرو اترو نېټه او سيمه به د هند له لوري ټاکل کېږي.
خو ښاغلي شنکر ويلي؛ اوسمهال ان د مرستيالانو په کچې د خبرو اترو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.
ورځپاڼه وايي؛ د هند د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال د پارلمان د بهرنيو چارو جرگه گۍ ته په وينا کې ويلي چې د هند پوځ تېره مياشت په پاکستاني کشمېر کې کره عمليات ترسره کړي او دغه راز عمليات پخوا هم تر سره شوي خو ډاگيزه شوي نه دي.








