نظریه او د نظریې تعبیر

خوشبختی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال او کره کتونکی

د پیربابا یوه مرید ته دېوانه بابا وویل چې زما مرید شه! هغه یې غوښتنه ونه منله او دېوانه بایا ښېرا وکړه چې: خدای دې له ماښامه سره واخله!

مرید خوابدی، وارخطا پیربابا ته ورغی، قصه یې ورته وکړه.

پیربابا لمر په خپل کچکول کې ایسار کړ. نور نو لمر نه پرېوته او ورځ نه شپه کېده. هفته نیمه چې تېره شوه ، خلک په تنګ شول، دېوانه بابا ته په عذر ورغلل. هغه خپله ښېرا بېرته واخیسته. ازاد شوي لمر ژر ژر شپې ورځې جوړې کړې او د کال حساب بېرته برابر شو.

د دغو دوو پیرانو د مخالفت نورې کیسې هم شته. لنډۍ ده چې:

پیره بابا په ډاګ یې وله

له تا تېرېږي دېوانه بابا ته ځينه

صوفي بزرګان په دې مشهور دي چې د خدای له مخلوق سره یې ګوزاره کوله او د سولې او مینې عقیده یې لرله خو زموږ په ولسي روایتونو کې پیربابا او دېوانه بابا له یو بل سره مخالفت کوي او ان په قبرونو کې یې لا د یو بل رقیبان تصور کوو. دا ولې؟

ځواب دا دی چې په یوه نظریه او د هغې د منوونکو په تعبیر او تفسیر کې فرق وي. دا فرق کله نا کله دومره زیات شي چې د سولې او صلح کل نظریه هم د مخالفت او دښمنۍ لپاره یوه نوې پلمه وګرځي. تصوف بېلې طریقې لرلې خو د سلسلو په منځ کې یې میرڅي نه وه او داسې نه کېدل چې یو صوفي بزرګ دې له بل صوفي بزرګ سره سیالي او تربګني وکړي. خوشحال خټک د دوی د دې ځانګړنې لامل راښیي:

اولیا د اولیا سره بد نه وي

دا په دا چې یې د نفس نشته هوا

په دنیا د پادشاهانو سره ضد وي

امرا سره دښمن وي امرا

جهان

د عکس سرچینه، Getty Images

نفس په پخواني ادب او عرفان کې د انسان د خوی او شخصیت داسې اړخ دی چې د قهر، کبر، بخل، حسد او ریا په څېر اخلاقي عیبونو سبب ګرخي او بنیادم ځانولۍ او ځانمارۍ ته وربولي. نو بنیادم چې د نفس هوا ماته کړي او د شخصي غرض خبرې پرېږدي، له بل سره یې د بدۍ او دښمنۍ امکان طبعا ډیر کمېږي. د شاهانو او امیرانو عمر ځکه په کشمکشونو او اختلافونو تېرېږي چې نفسونه یې غټ دي او په خپله برخه یې قناعت نشته.

نفس ته په نه تسلمېدو سربېره د صوفیانو د سوله ییز چلند بل علت دا دی چې دوی ته مخلوق د وحدت د سین څاڅکي ښکاري چې بېلېدل یې سره نشته او له خدای سره یې رابطه داسې ده، لکه د لمر او پلوشو رابطه. رحمان بابا همدا د وحدت خبره په خپل انداز کوي، فرمایي:

واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې

اې عبدالرحمانه، جهان ټول عبدالرحمن دی

نو چې ټول جهان عبدالرحمن شي، عبدالرحمن به له چا سره او ولې مخالفت کوي؟

د صوفیانو د سوله ایز چلند نظریه یوازې د شاعرانو په دېوانونو او د صوفیانو په اقوالو کې ایساره نه وه بلکې ډېر ځله یې د عمل جامه اغوستې ده. دې نظریې په پخواني هند، پخواني منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د مختلفو عقیدو او توکمونو د خلکو تر منځ رابطې بهتره کړې وې، خو لکه څنګه چې مو وویل د نظریې تعبیر او تفسیر مهم دی. که یو څوک ووایي چې زه د سولې د لارې پتنګ یم او څرنګه چې ځینې کسان د سولې نظریه نه مني نو له هغو سره باید جنګ وکړم، او په دې ډول د جګړې اور بل کړي، ایا د ده نظریه د سولې نظریه وبولو که د شر؟ حقیقت دا دی چې په نظریه کې مشکل نشته بلکې مشکل هلته پیدا شو چې څنګه تعبیر او عملي شوه.

جامع مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

وګړي د خپلو معلوماتو او خپلو محدودو تجربو تر اثر لاندې د یوې نظریې مختلف تعبیرونه کوي. مشهور حکایت دی چې څو کسه نابینایان په لومړي ځل له هاتي (فیل) سره مخ شول. یوه یې په ګېډه لاس کېښود، ویې ویل دا دېوال دی، بل یې تر پښې لاس راتاو کړ، ویې ویل، ستن ښکاري، د دریم ګوتې چې د هاتي غوږ ته رسېدلې وې، ویې ویل، نه ، پاستی دی... د معلوماتو ټیټې سویې هاتي په ستن یا پاستي یا دېوال بدل کړ.

هره نظریه د خپلې زمانې زېږنده ده. په بله زمانه کې ورباندې پوهېدل مشکله شي. د شلمې پېړۍ مشهور لبناني شاعر او لیکوال، جبران خلیل جبران، د نظریو اوعقیدو په تعبیر او تفسیر کې د زماني واټن اغېز ته جالبه اشاره کړې ده. دی په یوه شعر کې وایي چې د لبنان په یوه کلي کې د ناصریې عیسې ( یعنې واقعي عیسی علیه السلام چې د ناصرې د ښار بلل کېږي) هغه عیسی ولید چې خلکو منلی دی. د ناصریې عیسی ورته وویل: ته څوک یې؟ ما ونه پېژندلې!

کله کله بیا یو څوک را ولاړ شي د اوسنو ستونزو د حل لپاره د پخواني معرفت له څېرې د زمانې دوړې وڅنډي چې ویې پېژني. ویې پېژني خو دې ته یې پام نه شي چې په هغه معرفت کې د هغه وخت غوښتنو ته ځوابونه وو او اوسني مشکلات اوسنی معرفت او اوسنۍ حل لارې غواړي.