تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستاني طالبانو یو مهم غړی کندهار کې وژل شوی دی
د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) یو مهم غړی عبدالحکیم سندهي د سه شنبې پر روځ د ناپېژانو وسلوالو برید کې وژل شوی دی.
پر عبدالحکیم سندهي دا برید د کندهار ښار دویمه ناحیه کې شوی، چي د ښار مرکزي برخه بلل کېږي.
سندهي د لشکر جنګوي (ایل اي جې) د بېلې شوې څانګې مشر و، چې دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک سره ملګری شوی و. نوموړی د مولوي خوش محمد سندهي او عبدالوهاب لاړیک په نوم هم مشهور و.
د ده نوم د پاکستان د حکومت د ترهګرو په لیست کې و او پرې تور و، چي د شعیه ګانو پر یوه جومات او ځینو نورو مهمو بریدونو کې یې لاس درلود.
بي بي سي هڅه وکړه په دې اړه په افغانستان کي د طالبانو د حکومت د ویاندویانو غبرګون هم ترلاسه کړي، خو څوک حاضر نه شول چې په دې اړه وضاحت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په خواله رسنیو داسې نا تائید شوي رپوټونه ورکړل شوي چې د ښاغلي سندهي وژونکی د عامو خلکو لخوا نیول شوی او طالبانو ته سپارل شوی دی.
له دې سره پاکستاني طالبانو ته ځینو نږدې کسانو بیا افغانستان کې د طالبانو له مشرانو د قاتل د قصاص غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو یو وروستي راپور کي راغلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک څه باندي ۵۰۰۰ غړي په افغانستان کې دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان له پخوانیو قبایلي سیمو قومي جرګې د دې لپاره افغانستان ته ورغلې وې چې د ټي ټي پي له مشرانو سره وګوري او د پاکستان له حکومت سره یې سولې ته وهڅوي.
بي بي سي د دغو جرګو له غړو سره غږېدلې خو افغان طالبانو ویلي وو چې په دې اړه څېړنې کوي.
دا جرګې تر هغې وروسته افغانستان ته لاړې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې بې پایلې او لنډمهاله اوربند مات شو.
د پاکستان حکومت وايي افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو او پخوانیو قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او ګواکې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کوي.