پاکستاني طالبانو ته د 'پښتنو تحریک' نوم ورکولو له کبله پر عمران خان سختې نیوکې شوې

د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان له دې کبله سختې نیوکې شوې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي ټي پي ' یې د پښتنو غورځنګ بللی.

د پاکستان پارلمان کې د وزیرستان استازي محسن دوړ له ښاغلي خان غوښتنې چې د پښتنو احساساتو 'ځورولو ' له کبله بخښنه وغواړي.

له عمران خانه د 'مډل ایسټ ای ' خپرونې مرکه کې پوښتنه وشوه، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پاکستان کې ولې ثبات نه راځي؟

عمران خان په ځواب کې وویل:

''ټي ټي پي د پاکستان لوري پښتانه دي. طالبان یو پښتون غورځنګ دی. په افغانستان کې له ۴۵ تر پنځوس سلنې نفوس پښتانه دي، د بریتانیا له لوري د راکښل شوې ډېورنډ کرښې پاکستاني لوري ته د پښتنو شمېر په افغانستان کې د مېشتو پښتنو پرتله ډېر دی. ''

عمران خان زیاته کړه، ''کله چې امریکایان افغانستان ته راغلل، طالبان یې له (هغه ځایه) وشړل، ځکه د پاکستان لوري پښتنو ورسره خواخوږي وښوده، د دې لامل مذهبي فکر نه دی، بلکې دا پښتون توکمپالنه ده، چې خورا پیاوړې ده. ''

د دې مرکې له خپرېدو وروسته ښاغلي دوړ په یوه ټویټر پیغام کې پر عمران خان نیوکې وکړې او په وینا یې نوموړی ''یو ځل بیا پښتانه ترهګر بولي. ''

ښاغلی دوړ وايي، ''عمران خان د هغو لکونو پښتنو پر زخمونو مالګې دوړوي چې خپل - خپلوان یې د طالبانو د سخت دریځۍ قرباني شوي دي. ''

محسن دوړ وايي، د پاکستان ملي اسمبلۍ کې یې یو قرارداد وړاندې کړی، چې پکې له طالبانو سره د پښتون قام پرتله کولو او پښتنو ته د طالبانو نوم ورکولو له کبله له عمران خان د بخښنې غوښتلو تقاضا شوې ده.

د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه ټویټر پیغام کې د عمران خان پر دې څرګندونو سختې نیوکې کړې او په یوه ټویټر پیغام کې وايي، ''ښاغلی خان په پرلپسې ډول د پښتنو په هکله متضادې خبرې کوي او هدف یې دا دی چې پښتانه د مجرمانو په حیث وښيي ''

نوموړی زیانوي، عمران خان غواړي، پر هغو ظلمونو پرده وغوړوي چې له پښتنو سره د امنیت ټینګښت او له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه شوي دي.

د مونا په نامه یوې ټویټر کارنې لیکلي، ''کله چې د یوه هېواد مشر د بڼو له رپولو پرته یوه بشپړ قوم ته د ترهګرو نوم ورکړي، انسان ډېر خواشینی کېږي. ''

حمزه دوړو وايي:

''د خپلې پالیسۍ عملي کولو لپاره د یو شمېر کرايي خلکو شمولیت لپاره ټول پښتون قام ته د ترهګر نوم ورکول د غندلو وړ خبره ده. عمران خان هم ځان پښتون بولي، له ده باید پوښتنه وشي چې ځان هم دې ترهګرو کې شاملوي او که نه؟ ''

اکمل خان وايي، ''پښتانه ترهګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ ښکار دي. ''

یو بل کارن بشیر احمد وايي، ''عمران خان باید پښتانه ترهګر و نه بولي، بلکې پښتنو د دې خاورې د ښېرازۍ لپاره قرباني ورکړې چې تاسو یې نه منئ. ''

اعجاز یوسفزي لیکلي: ''پښتانه ترهګر نه دي، بلکې موږ د باچا خان پر فکر عمل کوو، له سولې سره مینه لرو او له تشدده کرکه لرو. ''

عالم زیب مسید وايي، ''عمران خان تل هغو ته زیان رسولی چې ده ته یې ګټه رسولې. دویم ځل عمران خان ته د حکومت سپارلو ګټه پښتنو ته دا شوه چې اوس یې دی ترهګر ثابتوي. ''