کورونا وېروس: ځینې اسیایي هېوادونه او سیمې ولې بریالي وو؟

تایوان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځینو اسیایي هېوادونو مشرانو پر وخت پر وخت اقداماتو د کورونا وېروس مخنیوي کې مرسته وکړه
    • Author, جاوېد کوټوال
    • دنده, کابل

د کورونا ویروس ناروغي تېر کال ډسمبر کې د چین په ووهان کې پیدا شوه. د روغتیا نړیوال سازمان دری میاشتې وروسته یاده ناروغي نړیواله وبا اعلان کړه- په دې چې هغه مهال یې شاوخوا سلو هېوادونو ته سرایت کړی ؤ.

د کورونا وېروس یا کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې هر هېواد بېل بېل ډول مباره کړې ده. یو شمېر ښه ځلیدلي او خپل ملتونه یې له نوموړي افت نه په ښه ډول ژغورلي دي.

تر دا مهاله د اسیایي هېوادونو په کچه چین، سنګاپور او سویلي کوریا د کورونا مخنیوي په برخه کې تر نورو مخکې دي.

دلته پر دې غږېږو چې ولې دا هېوادونو په روان بحران کې د نورو هغو پرتله ډېر بریالي وو.

د چین سخت، خو اغېزمن محدودیتونه

چین چې څه باندې څوارلس سوه میلیونه نفوس لري، تر دې نېټې پکې د کورونا له امله ۸۱۹۵۳ تنه ناروغان شوي او ۳۳۳۹ کسان (۴،۰۸٪ د ټولو ناروغانو) یې له امله مړه شوي دي.

دا چې دغه ناروغي په بشپړ ډول نوې وه؛ لېږد، نښې او درملنه یې هم د چین خلکو ته نامعلومه او سخته وه.

چینایانو له کور په کور معاینې نه نیولې، په روغتونو کې د ناروغانو تر بېلولو، د خلکو د کوربندولو او آن له اولادونو نه د میندو او پلرونو تر جلا کولو پورې چارې تر سره کړې.

دغه راز روغتیا پالان په ځپل شوو سیمو، په خاص ډول د ووهان په لویو ودانیو کې د امنیتي ساتونکو په څېر ځای پر ځای شوي وو او د ټولو خلکو بدني تودوخه به یې معاینه کوله.

له ودانیو بهر په سړکونو او کوڅو کې بې پیلوټه الوتکو پر خلکو باندې په کورونو کې د پاتې کېدو او د ماسکونو اچولو لپاره نارې وهلې.

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د ټول هېواد په کچه یو منظم پلان عملي کړ

همدا راز دوی د مخ پېژندلو سافټویر په وسیله چې د ټیلیفون له اپ سره نښلول شوی ؤ، هغو کسانو ته چې مشکوک یا په خطر کې بلل شوي او په خاصو رنګونو هلته نښانه شوي وو، د خرڅلاو مغازو، میټروګانو، کافي شاپونو او نورو عامه ځایونو ته د تلو اجازه نه ورکوله.

" له هېچا سره اړیکه، د چین طرحه"، کېدای شي زور زیاتی وګڼل شي، خو همدا د کورونا د مخنیوي لاره ده.

د نورو اقداماتو تر څنګ، د چین په تاریخ کې په تلو راتلو دا ډول محدودیت او بندیز لګول شوی نه ؤ.

دغه راز چینایي چارواکو د کورونا خپرېدو په چټکېدو سره ټول ښوونځي او پوهنتونونه وتړل، په میلیونونو خلک یې په کور کړل،

په ووهان کې د خلکو بېلول، شاته هېڅوک نشته:

د روان کال د جولای په ۲۰مه، د چین حکومت هېبې ولایت چې د ووهان ځپل شوی ښار پکې دی، په بشپړ ډول کړ او ورتلونکې لاره یې هم ورته وتړلې.

دغه راز حکومت هلته له ځینې عامه ځایونو لکه لوبغالو نه یې موقتي روغتونونه جوړ کړل او په زرګونو ډاکټران او روغتیا پالان یې د چین له نورو ښارونو نه وهان ته ولېږل.

چینایي چارواکو دا غوره وګڼله چې خلک په لویه کچه یو له بل نه هومره جلا شي، څومره چې ممکنه وي، تر دې چې په وهان ښار کې د خلکو تر منځ " شاته هېڅوک پاتې نه دي" یو شعار ګرځېدلی ؤ.

د چین حکومت لخوا د سختو تدبیرونو پایله وه، چې هېبې ولایت کوم چې د چین د کورونا ټولو ناروغانو (۸۲۲۹۵)، ۸۳٪ پکې وو، له شپږ اویا ورځو وروسته، د وتلو بندیز لغوه شي او ۵۵۰۰۰ پنځه پنځوس زره کسان له وهان څخه د چین نورو سیمو ته ووتل.

په هانګجو کې د ښاري ارقامو مطالعه:

ووهان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ووهان د چین لومړی ښار و چې د کورونا وېروس په اړه اندېښنې پکې را پورته شوې

د چین د ځیجیانګ ولایت مرکز هانګجو، مخکې له دې چې د کورونا کومه پېښه پکې ثبت شي، په اقداماتو لاس پورې کړ.

د هانګجو ځایي مسؤولینو، لوړه معلوماتي تکنالوژي وکاروله، په ښار کې یې د هرې برخې ارقام را پورته کړل او د کورونا د مخنیوي په موخه یې ژور مطالعه کړل.

دغه راز دوی د ګرځبندیز د کچې او موخې په اړه واضح لارښود برابر او ښاریانو ته ووېشه.

سربېره پر دې د ښار د ټولو اوسیدونکو، کورونو، مجتمع ګانو، اپارتمانونو، ادارو او ښاري نظم ټولو، یو په یو څېړنه او پلټنه وکړه.

د هانګجو چارواکو دا کار هم وکړ، چې د خلکو د پوهاوي او باخبره ساتلو لپاره، د راپور ورکولو او اړیکو ساتلو یو مرکزي چینل جوړ کړ.

پر دې علاوه، د خلکو د خوړو او نورو اړتیاوو پوره کولو په موخه، د حکومت تر کنټرول لاندې چینلونه جوړ کړ شول.

تایوان: د ناروغیو د کنترول مرکز:

په ۲۰۰۳ کال کې د SARS له ناروغۍ وروسته، تایوان د ساري ناروغیو د کنټرول لپاره د مرکزي قوماندې یو مرکز جوړ کړ.

د جنورۍ په شلمه چې کورونا ناروغۍ لا غوغا جوړه کړې نه وه، تایواني چارواکو د ۱۲۴ مواردو یو د عمل پلان تصویب کړ.

په دې پلان کې د سرحدونو له کنټروله نیولې، د ښوونځیو او کار په اړه تر پالیسیو، د عامه اړیکو تر پلانونو او د روغتونونو د امکاناتو او فعالیتونو په اړه اقدامات په نظر کې نیول شوي وو.

تایوان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تایوان د کورونا وېروس د مخنیوي مرکز په توګه یاد شو

په پیل کې د تایوان په اړه فکر کېده چې د کورونا ویروس له امله به سخت وځپل شي، خو یوازې ۳۸۰ تایوانیان په دې ناروغۍ اخته او ۵ پکې مړه شول.

دفبرورۍ په لومړۍ نېټه، ټایوان، هانکانګ او سینګاپور په پروازونو محدودیتونه ولګول او د روغتیا نړیوال سازمان هغه ټینګار ته یې هېڅ پام ونه کړ، چې ورته ویلي یې وو، دا محدودیتونه او د پروازونو بندول ضروري نه دي.

د هانګ کانګ چټک اقدام:

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هانګ کانګ کې هم په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر محدود پاتې شو.

هانګ کانګ هم د کورونا وېروس له خپرېدو سره سم د ټولنیز لېرې والي اقدام وکړ.

ښوونځي یې وتړل او لوی لوی د خرڅلاو بازارونه او دوکانونه چې په نړیواله کچه مشهورو سړکونو او کوڅو کې وو، هم وتړل شول.

خلکو په خپله خوښه ځایبندي او کوربندي پیل کړه. لویو کاروباریانو خپلو کار کوونکو ته وویل چې له کور نه کار وکړي.

سینماګانې، کلیساوې او لوبغالي خالي شول او هم راز لویې غونډې لغوه شوې.

پورته اقدامات ګټور تمام شول. په داسې حال کې چې په څنګلوري ګوانګدانګ ولایت کې ۱۵۳۹ تنه په کورونا ناروغۍ اخته شول- چې له هوبې وروسته تر ټولو ځپل شوی ایالت دی.

خو په ټول هانګ کانګ کې دا شمېر یوازې ۹۷۳ پورې محدود پاتې شو.

د هانګ کانګ اوسیدونکو د SARS ناروغۍ وېره په یاد وه، نو ځکه د بلې هرې ټولنیوونکې ناروغۍ په وړاندې ډېر حساس دي.

که څه هم په هانګ کانګ کې د حکومت په وړاندې نهه میاشتنۍ مظاهرې لا ختمې نه وې او بې باورۍ لا پر خپل ځای وې، خو د نړۍ په کچه د یوه غوره روغتیایي سیستم شتون، د هانګ کانګ اوسېدونکي باورمن کړي وو او له همدې کبله د فاجعې مخه ونیول شوه.

سېنګاپور کې د ټولو وګړو معاینه کېدل:

کله چې په جنورۍ میاشت کې د کورونا ویروس د چین له پولو ووت، په سینګاپور کې په چټکه توګه خپور شو او یاد هېواد دریم هغه ؤ، چې له چین نه بهر په دغه ویروس اخته کېده.

د فبرورۍ په نیمایي سینګاپور کې په کورونا ویروس اخته شوي کسان ۸۰ اتیا تنه وو.

سینګاپور ته د کورونا له رسېدو سره سم، د دغه هېواد چارواکو د نورو اقداماتو تر څنګ د خپلو پنځه اعشاریه اووه میلیونه اتباعو ټسټ وکړ.

دغه راز د سینګاپور روغتیا پالانو په خلکو کې د انفلونزا ټول ډولونه هم وکتل او په دې برخه کې یې له هېڅ ډول اقدام درېغ ونکړ.

د سینګاپور د ډاکټرانو دا ډول سخت کار هره شپه ورځ ۲۴ ساعته ؤ، چې پیل یې له خلکو سره د مرکو نه کېده.

په دې چاره کې پولیس، د هوایي شرکتونو ټول کار کوونکي او نور د هرې طبقې خلک شامل وو.

سینګاپور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سینګابور د کورونا وېروس له ور رسېدو سره سم د میلیونونو وګړو طبي معاینه وکړه

د سینګاپور د حکومت اعلانونه د دغه هېواد د لویې ورځپاڼې په لومړۍ پاڼه راتلل او له لوستونکو یې غوښتنه کوله چې د ډېرو ضعیفو نښو په لیدلو سره هم ښوونځیو او کارونو ته لاړ نشي.

په اعلانونو کې دا هم وو، چې هېڅ سینګاپوری باید د کورونا ویروس د درملنې په برخه کې وېره ونلري.

حکومت خلکو ته ډاډ ورکړ چې معاینه او د ناروغۍ په وخت کې ټوله درملنه وړیا ده.

د دې لپاره چې کوربندي سخته تمامه نشي، حکومت د ازاد شغل کسانو ته په ورځ کې ۱۰۰ سینګاپوري ډالر چې له ۷۳ امریکایي ډالرو سره برابر دي، ورکول.

حکومت همدا راز ادارو ته ویلي وو چې د کوربندۍ ورځې باید د کلنیو رخصتیو له ډلې وباسي او په هغو کې یې ونه شمېري.

په سینګاپور کې محدودیتونه او بندیزونه تر دې کچې وو، چې د سرغړونې په صورت کې د دایمي اقامو خاوندان یې له خپلو اقامو څخه په بشپړ ډول محرومېدل.

یوه پېښه داسې هم وشوه چې یوه سینګاپوري سړي او مېرمنې یې د خپل سفر د ناسمو معلوماتو په ورکولو لویه جریمه پرې کړه او له یو شمېر دولتي امتیازونو نه د تل لپاره محروم شول.

سویلي کوریا کې د ټولو وګړو معاینه:

سویلي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سویلي کوریا هم په هغو هېوادونو کې وه چې خپل ډېری وګړي یې سملاسي معاینه کړل

په جنوبي کوریا کې د کورونا لومړۍ پېښه د تېرې جنورۍ په وروستیو کې ثبت شوه. له کم ځنډ وروسته، حکومت تصمیم ونیو چې په پراخه کچه د خلکو معاینات پیل کړي.

د جنورۍ له ۱۹ مې د فبرورۍ تر ۱۸مې، په جنوبي کوریا کې د کورونا ویروس ناروغانو شمېر ۳۰ تنه ؤ.

د فبرورۍ له ۱۸مې وروسته چې د ناروغانو شمېر ۳۱ تنه شو، نو د ناروغۍ خپرېدل هم چټک شول او په لسو ورځو کې دا شمېر له ۲۳۰۰ نه هم زیات شو.

یو دېرشم ناروغ یوه کوریایۍ ښځه وه، چې په ویروس د ککړېدو په وخت کې یې د پایتخت سویل له یوې ګڼې ګوڼې سیمې ته تللې وه.

د لومړنیو نښو پر څرګندېدو سربېره یې د کلیسا په څو خدماتي غونډو کې هم برخه اخیستې وه او دغه راز له خپلې ملګرې سره یې په رستورانت کې هم ډوډۍ خوړلې وه.

کله چې د دې ناروغي معلومه او یقیني شوه، په کلیسا کې د هغو لسګونو کسانو نتیجه هم مثبته شوه، کومو چې له دې سره یې هلته ګډون کړی ؤ.

د کورونا دې ډول ناڅاپي خپرېدو، د کوریا حکومت حیران کړ. صدراعظم د وزیرانو او د محلي حکومتونو له مشرانو نه د کار یوه قوه رامنځته کړه.

ستراتیژي داسې وه، چې که د یوې سیمې یا ولایت په روغتونونو کې ناروغان ډېریږي، سمدستي باید په څنګ ولایت کې د ناروغانو لپاره بسترونه اماده او خالي شي.

د ډاکټرانو د کموالي په صورت کې به هم دا ډول کار تر سره کیږي.

دغه راز حکومت خپلو اتباعو ته د خپلو اقداماتو او ناروغۍ د خپرېدو په ټولو لارو چارو کې، پوره وضاحت ورکاوه او هېڅ څه یې له دوی پټ نه کړل.

پر کوربندۍ او نورو سختو محدودیتونو سربېره، د جنوبي کوریا حکومت د دغه هېواد له هرو ۱۵۰ کسانو نه ۱۴۵ هغه یې معاینه کړل.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په وینا چې ځینې ناروغان یې له رخصتولو مخکې څو څو ځله معاینه کړل.

افغانستان کې ستونزې څه دي؟

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې یوه ستونزه دا ده چې خلک له کورونا وېروس سره عادي چلن کوي

له نېکه مرغه چې د کورونا ویروس په وړاندې د مقابلې لپاره موږ سره د نورو هېوادونو تجربې شته، خو بدبختانه دا تجربې ټولې عملي نه دي.

افغانستان چې لا هم پکې جګړه روانه ده، خلک یې له دا ډول ستونزو سره عادي چلند کوي.

دغه راز افغانستان د واکمنۍ له اړخه، په دوو جغرافیو وېشلی دی- له کورونا سره د مبارزې لپاره یوه واحده قومانده، لکه چې پورته مو په نورو هېوادونو کې یې یادونه وکړه، نشي رامنځته کېدای.

کمزورې تخنیکي او علمي وړتیا بله هغه ستونزه ده چې افغانستان ورسره مخ دی.

لا هم د افغانستان په روغتونونو کې هغه وسایل چې د کورونا ناروغانو سره په درملنه کې مرسته کولای شي نشته.

پر دغو ستونزو سربېره، بله دا ده چې افغانان دغه ناروغي یو ډول عیب او کمزوري بولي.

حکومتي چارواکو منلې چې له مشکوکو کسانو نه د وینې اخیستو وروسته، چې کله کورونا ناروغي پکې ثابته شوې، ‌ډېر شمېر پټ شوي او خپل تیلیفونونه یې بند کړي دي.

له کورونا سره د مبارزې د لومړۍ کرښې جنګیالي، ډاکټران او نور روغتیا پالان دي.

داسې راپورونه شته، چې په ځپل شوو سیمو کې یو شمېر ډاکټران خپلو دندو ته نه حاضریږي او تښتیدلي دي.

څه ډول خوندي پاتې کېدلی شو؟

کندهار

د عکس سرچینه، Kandahar Media Club

د عکس تشریح، افغانستان کې باید خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې دا ناروغي جدي ده

د دې لپاره چې له دې وژونکې او بې درمله ناروغۍ نه خوندي شو، لاندې لارې چارې ګټورې تمامېدلی شي:

• دا ناروغي جدي وبلل شي.

• خلک په کورونو کې پاتې شي او صحي لارښوونې عملي کړي.

• افغانان په ملي کچه د ناروغۍ په وړاندې ودرېږي او په رضاکارانه توګه له حکومت سره یو ځای، له اړمنو او ناروغانو سره د لاسنیوي او مرستې لپاره را ولاړ شي.

• طالبانو ته وویل شي، چې ډاکټرانو او نورو روغتیا پالانو لپاره د دوی تر واک لاندې سیمو ته د ورتلو اجازه ورکړي او د اړتیا په صورت کې د ناروغانو درملنه وکړي.

• له هغو هېوادونو نه، چې د کورونا ناروغۍ په وړاندې یې ښه مبارزه کړې او بریالي شوي دي، د تخنیکي او علمي مرستو غوښتنه وشي.