له اروپا پرته برتانیا؛ ځواکمنه که منځنۍ لوبغاړې

برتانیا
    • Author, بهرنگ تاج دین
    • دنده, بي بي سي

له درې نیم کاله جنحال او لوړو ژورو سره له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل هم د جذاب سیاسي سریال غوندې و.

خو اوس چې دا هېواد له اروپايي ټولنې بېل شو، پوښتنه دا ده چې څنګه بهرنی سیاست به لري.

له ولې او څنګه پرته د امریکا پر لار ځي؟ که د نړیوالې ډيپلوماسۍ له لومړۍ کرښې شاته کېږي او یا د اقتصادي اړیکو پر ډېره پراختیا تمرکز کوي.

باید دې پوښتنو ته د ځواب لپاره د برتانیا اوسني حالت ته وکتل شي.

د جګړې تریخ خوند

برت
د عکس تشریح، الیستر برټ ۳۰ کاله د برتانیا د پارلمان غړی و.

الیستر برټ له ۳۰ کلونو ډېر د برتانیا د پارلمان غړی و او له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د منځني ختیځ مرستیال دی.

دی خپلې تجربې ته په پام وايي، لږ تر لږه منځني ختیځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د دایمي غړي او د ناټو د همتړوني په څېر به یو مهم ډیپلوماټیک لوبغاړی پاتې شي.

د ښاغلي برټ په خبره، کله چې ستونزه پیدا کېږي، دولتونه د برتانیا د سفارت لمن نیسي:

"په دې نه چې موږ تر ټولو شمتن او ځواکمن هېواد یا تر ټولو ځواکمن پوځ لرو، بلکې دا هرڅه له ستونزو سره زموږ د چلن د څرنګوالي او درک له امله دي".

خو له ستونزو سره د چلن څرنګوالی تل ډيپلوماټیک نه و.

برتانیا تېرو دوو لسیزو کې له امریکا سره څنګ په څنک پر افغانستان او عراق برید وکړ او د فرانسې سره یې لیبیا کې د معمر قذافي د پرځولو لپاره پوځي عملیات وکړل.

خو کله چې پر ۲۰۱۳ کال د سوریې غوطه کې له کیمیايي برید وروسته حکومت د پوځي لاسوهنې غوښتنه وکړه، پارلمان په ۲۸۵ مخالفو او ۲۷۲ موافقو رایو سره دا غوښتنه ونه منله.

د برتانیا شاته کېدو سره امریکا هم سوریه کې له نېغې پوځي لاسوهنې ډډې ته شوه.

الیستر برټ د عراق جګړه سخته تجربه او اغېزمنونکې بولي، چې برتانیا کې هر حکومت له بل هېواد سره له جګړې ډډې ته کوي.

هغه سوریه متفاوته بولي: "سوریه د لوېدیځ د نه مداخلې بېلګه ده. پوځي مداخله وه، خو د بشار اسد د ځواکونو په ملاتړ د روسیې، ایران او حزب الله ډلې. د هغو کسانو ځواب کې چې وايي، هیڅ پوځي لاسوهنه دې نه کېږي، وایم، ممکنه ده موږ لاسوهنه ونه کړو، خو نور یې کوي".

د لندن په کالج کېنګز پوهنتون کې د "برتانیا په یوه بدلېدونکې اروپا کې" اندیځ یا فکري مرکز د عمومي سیاست څېړونکی متیو بوینګټن باوري دی چې د عراق د تجربې له تکرارېدو هاخوا هم د برتانیا ډيپلوماسي د دوه زړه توب سره مخ ده.

د بوینګټن په خبره، د برتانیا بهرني سیاست کې پرېکړې موردي او د ورځې د پېښو له مخې کېږي، نه د ستراتیژیک لرلید له مخې:

"د برتانیا پر بهرني سیاست یوه اصلي نیوکه دا ده چې دا هېواد د فعالانه یا جدي په ځای، منفعلانه یا مذبذب او سست دی".

د دغه څېړونکي په خبره، دا ورځنۍ او مذبذبه پرېکړه کله کله برتانیا له داسې حالت سره مخ کوي چې نه یې غواړي.

درې اروپايي

متیو
د عکس تشریح، متیو بوینګټن د لندن په کالج کېنګز پوهنتون کې د "برتانیا په یوه بدلېدونکې اروپا کې" اندیځ یا فکري مرکز د عمومي سیاست څېړونکی دی.

خو د برتانیا سیاست وروستیو لسیزو کې یواځې پر جګړه نه چورلېده، بلکې ډيپلوماټیکې لاسته راوړنې هم لري چې له ایران سره اټومي تړون یې ښه بېلګه ده.

برتانیا له فرانسې او جرمني سره له پیله د ایران د اټومي خبرو کې وه او دې ټولو کلونو کې یې اړوند خبرو کې حضور درلود.

متیو بوینګټن تر یوه بریده د برتانیا رول حاشیه يي بولی:

"برتانیا د دې په ځای چې خپله طرحه وړاندې کړي، د نورو طرحې یې تعقیبولې. ښکاره ده چې برتانیا د اټومي تړون پرمخ بېولو کې اصلي عامل نه وه".

نوموړی د ایران اټومي جنجال، اقلیمي بدلون او د روسیې بندیزونه داسې بېلګې بولي چې ښيي دا هېواد څومره اروپايي ملګرو ته نږدې شوی دی.

د جرمنې او فرانسې په ګډون د اروپايي ټولنې له نورو غړو سره دا همغږي سبب شوه چې کلونه دا ټولنه د بهرني سیاست د مسوولې په توګه له ایران سره د دوی له خوا خبرې وکړي.

له همغږۍ تر جدایۍ

خو اروپايي ټولنه کې غړیتوب په تېره د ازادې کډوالۍ اصل او د ټولنې د غړو ترمنځ د وګړو د تګ نه محدودیت ورو ورو برتانیا کې په داسې جنجال واوښت چې له امله یې پر ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه وشوه.

د برتانیا د بېلتون پلویانو ویل، له دې ټولنې وتل به نه دا چې برتانیا ته د کډوالو د تګ کچه کنټرول کړي بلکې دا هېواد به له اروپايي بندونو او قیدونو پرته پر نړیوال سوداګریز زبرځواک بدل شي او له امریکا، کاناډا، چین، هند، اسټرالیا او نورو سره به اړیکي پراخ کړي.

الېستر برټ وايي، له اروپايي ټولنې د وتلو ټولپوښتنه د دې تصور له امله وه چې برتانیا په یوازې ځان یو نړیوال قدرت دی.

هغه باوري دی چې دا پېښه بیا هم د دې هیواد بهرنی سیاست نه بدلوي، بلکې لا زیانګالې(اسېب پزیره) کېږي.

اوس چې برتانیا له اروپايي ټولنې بېله شوه، له لسیزو وروسته خپله له مختلفو هېوادونو سره ازاد سوداګریز تړونونه لاسلیکولی شي.

د نویو سوداګریزو ملګرو د نوملړ سر کې امریکا ده، چې ولسمشر یې د برېګزېټ پلوی و.

متیو بوینګټن د امریکا یو څه پلویتوب په دې بولي چې واشنګټن فکر کوي، له برګزېټ وروسته د برتانیا دریځ تر فرانسې او جرمني اسانه بدلېدلی شي.

خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال دا تصور ناسم بولی:

"ان له ۲۰۱۶ وروسته هم لیدلی شئ. فکر وکړئ چې راتلونکو سوداګریزو اړیکو کې امریکا ته په نه ویلو کې برتانیا باندې کوم اغېز ونه شو. له ټولپوښتنې وروسته د امریکا خلاف موږ اټومي تړون کې د پاتېدو ملاتړ وکړ، د بیت المقدس، فلسطیني کډوالو او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په هکله مو د امریکا له دریځ سره مخالفت وکړ".

خود برتانیا یو نیم دریځ هم بدل شوی، بوریس جانسن چې د بهرنیو چارو وزیر و، هڅه یې کوله امریکا له اټومي تړون ونه وځي، خو اوس چې لومړی وزیر شوی، د دې تړون د بدیل خبره کوي.

هغه وویل، امریکا په دې نظر ده چې دا تړون نیمګړی دی، تاریخ تېر دی او بارک اوباما کړی و. که غواړو ترې تېرو شو نو راځئ د ټرمپ له یوه تړون سره یې بدل کړو.

خو الیستر برټ دا دریځ واقعبینانه بولي: "د پخواني تړون په هکله سیمه کې اندېښنو او د امریکا دریځ ته په پام، داسې تصور نه شو کولی چې امریکا دې اوسني تړون ته ستنه شي".

متیو بوینګټن باوري دی چې د ښاغلي جانس خبرې د امریکا له دریځ د ملاتړ په ځای تر ډېره د پوځي مداخلي یا فشار په ځای د خبرو له لارې د دې ستونزې د حل پر اړتیا ټینګار کوي.

خو بیا هم زیاتوي چې د ولسمشر ټرمپ واکمنۍ کې برتاینا څو ځلې د امریکا له دریځ سره جوړه نه وه، خو مجبوره وه چې په لار یې لاړه شي او یا د امریکا او اروپا په دریځونو کې یو غوره کړي.

منځنی ځواک

جنس
د عکس تشریح، بوریس جانسن چې دې وروستیو کې لومړی وزیر شوی.

دې دریځونو کې یوه بېلګه هم د هواوی په هکله د برتانیا پرېکړه ده، سره له دې چې امریکا یې مخالفت کاوه، برتانیا هواوی ته اجازه ور کړه چې په محدود ډول د جي پنځه په نوم ملفون(موبایل ټلېفون) شبکې د ورپسې نسل جوړولو کې ګډون وکړي.

راتلونکو میاشتو او کلونو کې د نويو سوداګریزو تړونونو لپاره د برتانیا هڅو ته په پام دا انتظار کولی شو چې د امریکا، اروپايي ټولنې، چین او هند په څېر ستر نړیوال اقتصادونه هڅه وکړي چې د برتانیا په بهرني سیاست اغېز وکړي.

په پایله کې د برتانیا چارواکي باید دا فکر وکړي چې هر نړیوال دریځ یا پرېکړه یې په سوداګریز جنګ تمامېدلی شي.

دغسې وضعیت کې به برتانیا د خپلو مختلفو سوداګریزو شریکانو د راضي کولو هڅه کوي او دا له هغه څه سره ورته نه دي چې یو وخت دا هېواد له خپلې امپراتورۍ سره یواځنی زبرځواک و.