د امريکا او پاکستان په اړيکو کې لوړې ژورې

امريکا پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند او پاکستان د جګړې په ټس کې امریکا پر پاکستان مرستې بندې کړې
    • Author, عبدالمالک عاصم
    • دنده, ليکوال او ژورنالست

په تېرو ۷۰ کلونو کې امریکا پرپاکستان ۵ ځله مرستې بندې کړي او بېرته یې ورکړي. د دغو دوو هېوادونو روانو اړیکو ته په کتو سره به امریکا ښايي یوځل بيا پاکستان د خپلو مرستو لړۍ پيل کړي. امريکا پر پاکستان بې باوره شوې، ورته د ٣٣ ميليارد ډالرو پر ورکړې پښېمانه ښکاري او وايي دغه هېواد کې اورپکي پټنځي لري چې سيمې او نړۍ ته گواښ دى.

خو پاکستان ترهګرۍ ضد جګړې کې ځان قرباني بولي او وايي د ترهگرو پر وړاندې مبارزه کې يې د سر او مال زيانونه گاللي او ډېرې برياوې يې ترلاسه کړي دي.

اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الیس ویلز سفر ته پاکستانیانو ډیرې هیلې تړلې وې، چې هممهاله ورسره په بروسلز کې د امریکا لوی درستیزانو کمیټې مشرجنرال ډنفورډ وینا هم نوې هیله ورکړه.

د الیس هیلز له خبرو رسنیو ته ډیر څه را بهر نشول او په پاکستان کې یې شنونکو پړه پرهند ور واچوله چې ګواکې پر کنټرول کرښه د ۴ پاکستاني سرتېرو په وژنې سره یې پاکستانۍ رسنۍ د سرتېرو په ویر بوختې کړې او د ا سلام اباد او امریکا تاندېدونکو اړیکو ته وخت ورنکړل شو.

د پاکستان د تېرکال نظامي بودیجه لږڅه د پاسه ۹ میلیارد ډالره وه، چې شاوخوا ۲۰ سلنه یې د امریکا له مرستو پوره کوله او د همدومره مرستو بندېدل پرپاکستان ښکاره دروند پېټى ور زیاتوي، هغه هم په داسې حال کې چې د پاکستان امنیتي ننګونې مخ پر زیاتېدو دي.

د پاکستان او امریکا د اړیکو تاریخ ته په کتو باور کېږي، چې په راتلونکو میاشتو او یا هم کېدای شي کال نیم کې بېرته راشه درشه توده او راکړه ورکړه خوږه شي.

د مرستو پيل

پاکستان د خپلې ازادې له ترلاسه کولو ۴ کاله وروسته له څو استثناوو پرته په منظم ډول د امریکا مرسته تر لاسه کړې.

کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ شو، نو په امریکا کې د یوه پخواني پاکستاني سفیر حسین حقاني په خبره څلور کلونه د دوی او واشنګټن ترمنځ اړیکې سړې وې او یوازې په کراچۍ ښار کې امریکا یوه قونسلګري در لوده. په ۱۹۵۱ کال کې پاکستانیانو له واشنګټن سره د اړیکو د تودولو هڅې ګړندۍ کړې او لومړنۍ لومړی وزیر لیاقت علي خان یې واشنګټن ته په سفر ولاړ او د وخت امریکايي ولسمشر ټرومن ته یې په پاکستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې CIA د دفتر جوړولو وړاندیز وکړ.

تر ۱۹۵۴ کاله پورې ګڼو پاکستاني وزیرانو د امریکا د پام جلبولو لپاره هلې ځلې وکړې. امریکایانو چې له شوروي سره دسړې جګړې په تاوده اړخ کې ښکېل وو دا ښه چانس وباله، په ایران کې له رضا شاه سره د مخ په خرابېدونکو اړیکو په څنډه کې له دې فرصته يې ګټه واخیسته او پاکستان سره يې له نژدې همکاري پيل کړه.

د پاکستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ لومړی تړون په ۱۹۵۳ کې لاسلیک شو، چې د نظامي همکاریو تر سره کول وو. یوکال وروسته د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو بل تړون وشو چې پاکستان یې پر بنسټ د سیټو اوسنټو تړون ته ور داخل شو.

له همدې سره سم د امریکايي پوځي سلاکارانو لومړۍ ډله راولپنډۍ ته د روزنې لپاره ورسیده او نظامي اډه یې ترلاسه کړه. په ۱۹۵۶ کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر "ایزنهاور" له پاکستانه د پېښور په هوايي ډګر کې د اډې ورکولو غوښتنه وکړه، چې د شوروي پرضد د بالستیک توغندیو سیستم په کې ولګوي . پاکستان د دغې اډې د ورکولو ډاډ ورکړ. د شوروي ضد کمپاین په لړ کې د پاکستان لومړي وزیر ایوب خان CIA ته په هغه هېواد کې د پراخ فعالیت اجازه ورکړه، چې د واشنګټن لخوا پاکستان ته د مرستو کچه هم ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ورسیده.

دامریکا او اسلام اباد دا همکارۍ تر ۱۹۶۵ کاله پورې ښه روانه وه او پاکستان د واشنګټن مرستې ترلاسه کولې. په همدې کال کې د هند او پاکستان د جګړې په ټس کې امریکا پر پاکستان اقتصادي او نظامي مرستې بندې کړې او دې خړ پړ والي ۶ کاله دوام وکړ.

اصلي لامل یې د ویتنام د جګړې په تړاو یوځل د پاکستان نظر او غبرګون وو، چې شوروی او چین ته نژدې بلل کېده.

د هند او پاکستان بله جگړه

کله چې په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان له هند سره په بله جګړه کې ښکېل شو، نو امریکا د پاکستان پر وړاندې بېرته نرم دريځ خپل کړ. ځکه چې د هغه مهال هندوستان له شوروي سره نژدې بلل کېده. امریکایانو ان د ایران له شاه څخه غوښتي وو، چې بنګله دېش کې د پاکستان مرستې ته ور ودانګي او په مقابل کې به یې دوی پهلوي دولت ته نوې وسلې او الوتکې ورکړي. ۱۹۷۰ لسیزه کې پاکستان له یو خوا بنګله دېش له لاسه ورکړ او له بلې خوا یې اتومي پروګرام پرمخ بیولو ته ملا تړلې وه او له فرانسې او هالنډ سره یې په دې برخه کې یو لړ همکارۍ شروع کړې وې.

امریکا کې د "نېکسن" حکومت و او له دې اړخه یې پر پاکستان د بندیزونو مسله څیړله. په ۱۹۷۸ کې امریکا پرپاکستان د اتومي وسلو جوړولو د هڅو له کبله خپلې مرستې بندې کړې.

پر افغانستان د شوروي يرغل

د اویایمې لسیزې په وروستیو کې افغانستان کې شوروي پلوې ډلې د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې واک ته رسیدلې وې چې وروسته بيا شوروي پوځیان هم له امو را واوښتل.

امريکا پاکستان

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال جنرال ضيا الحق د پاکستان ولسمشر و

پاکستاني جنرالانو له دې فرصته اعظمي ګټه پورته کړه او امریکایانو ته یې دشوروي ضد جبهې د پرانیستې پلان وړاندې کړ. امریکایانو نه یوازې خپله بلکې د ۱۹۸۰ کلونو په ترڅ کې عربي هېوادونه هم له اسلام اباد سره د نغدو مرستو کولو ته وهڅول. امریکا په ۱۹۸۱ کال کې پاکستان ته د ۳ اشاریه ۲ میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه ، چې په پنځو کلونو کې به یې د شوروي ضد ډلو په روزنه او جګړه لګوي.

دومره نوره مرسته عربی هیوادونو اسلام اباد ته ورکړه، چې یوه غوښنه برخه یې د پاکستان د پوځ پر عصري کولو او د اقتصاد په پیاوړي کولو ولگول شوه.

په ۱۹۸۶ کال کې بل امریکايي ولسمشر رونالډ ریګن د ۶ نورو کلونو لپاره پاکستان ته د څه باندې ۴ میلیارد نورو ډالرو د ورکړې اعلان وکړ. پردې سربېره د پاکستان ډېر شمېر امریکا يي وسلې ترلاسه کړې.

پاکستان په دغو کلونو کې له اسراییلو او مصر وروسته دامریکا د مرستو دریم ستر ترلاسه کوونکی هېواد و.

شوروي او په کابل کې یې پلوي حکومت د ۹۰ یمې لسیزې په لومړیو کې له منځه ولاړ او په دې سره په نړۍ کې سړې جګړې پای وموند. امریکا نړیوال بری ترلاسه کړ، پاکستان سیمه ییز بري ته ورسېد او افغانستان د کورنۍ جګړې په نوي ناورین کې ښکېل شو.

امریکا دغه لسیزه کې له سیمې یوڅه څنډې ته شوه خو له پاکستان سره هرکال د سلګونو میلیون ډالرو مرسته د هغه دفاعي تړون پر اساس روانه وه، چې د ٢٠ پیړۍ په نیمايي کې دواړو سره لاسلیک کړی و. د ٩٠ لسیزې په نیمايي کې پاکستان خپلې اتومي ازموینې ترسره کړې، چې د واشنګټن د خپګان سبب شوې او د خپلو مرستو لویه برخه یې ودروله.

د سپټمبر يوولسمې پېښه

٢١ پیړۍ په لومړیو کې یو ځل بیا امریکا د دغه هېواد لمنې ته لاس ور اوږد کړ.

په امریکا کې د سپټامبر له پېښې وروسته پاکستان سره د امريکا د مرستو لړۍ يو ځل بيا پيل شوه. په بدل کې يې دغه هېواد نه یوازې د امريکا پر مخ خپلې ځمکه او هوايي حريم پرانيستل چې د طالبانو او القاعدې لسګونه غړي یې ونيول او امريکا ته وسپارل. له ناټو وروسته پا کستان د امریکا د دغې جګړې مهم ملګری و تر۳۳ میلیارد ډالرو پورې يې له امریکا د مرستو په بڼه ترلاسه کړل.

د پاکستان یوه پخواني نظامی ولسمشر پرويز مشرف په خپل کتاب "د اور په لیکه" کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له امله یې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ م کاله پورې تر لس میلیارد ډالرو ډیر له امریکا تر لاسه کړل، د خپل هېواد سل زره پوځ یې په قبایلي سیمو کې له وسله والو سره د مبارزې په موخه په امریکايي وسلو او روزنه سمبال کړل او تر ۲۰۰ پورې داسې عصري چورلکې یې ترلاسه کړې، چې د شپې یې عملیات کولای شوای.

په دې وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې یوځل بیا د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د اسامه د وژنې پرسر تیاره شول او امریکا د لنډ مهال لپاره پر پاکستان خپلې نظامي مرستې بندې کړې، خو په افغانستان کې د امریکا د جګړې کیسه د پاکستان له مرستې پرته پای نه مونده نو له کبله یې دواړو بېرته را کړه ورکړه تازه کړه.

په دې بهیر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لنډ مهالي نور خپګانونه هم راغلل، خو یوه او بل ته د اړتیا په پار به ستونزه ژر حل کېده. په دغو ۱۷ کلونوکې درې حکومتونه په امریکا ، څلور په پاکستان، دوه په افغانستان او دوه په هندوستان کې بدل شول، خو د ولسمشر"بوش" په څېر اوبا ما هم اسلام اباد خپل کلک متحد باله او د مرستو لړۍ يې ونه درولې.

پاکستان لپاره د امریکا بهرنى سیاست د سویلي اسیا په څپرکي کې ځای لري، چې یو مهال له ناټو وروسته د امریکا مهم ستراتیژیک ملګری وو. د پنټاګون، سي ای اې ، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو د وزارت په الماریو کې د پاکستاني دوسیو پرتله د افغانستان او هند اسنادونه ډیر کښته پورته کیږي. افغانستان د سویلي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په زړه کې ځای لري او د امریکا په ۲ مهمو ستراتیژیو يانې د سویلي اسیا افغانستان او هند پاسفیک تګلارو کې بيا هند ورته مهم دى.

پردې سربیره، د امریکا هند اتومي همکارۍ او د ډیلي واشنګټن اقتصادي سوداګریزو راکړو ورکړو د دغو دوو هېوادونو ملګرتیا په فوق العاده ستراتیژیکې ملګرتیا بدله کړې.

امريکا پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له کين اړخه: حامد کرزى، جورج بوش او جنرال مشرف

د امریکا او پاکستان ترمنځ د کلتوري او ټولنیزو اړیکو له برکته د نژدې ټولو پاکستاني سیاستوالو او نظامي مشرانو کورنۍ په امریکا کې دي ، بچیان یې هلته لوړې زده کړې کوي او ان د روغتیايي ازموینو لپاره دوی له خپلو کورنیو سره امریکا ته سفرکوي. د شمېرو پراساس د امریکا په پوهنتونونو کې په تیرو ۷۰ کلونو کې سلګونه زره پاکستانیانو لوړې زده کړې کړي، هرکال څو زره نوي پاکستاني ځوانانو ته د امریکا په ملکي او نظامي پوهنتونونو کې داخلې ورکول کیږي او زرګونه نوریې هرکال په امریکا کې د پاته کېدو او دندې فرصتونه ترلاسه کوي.

پاکستان په ۲۰۱۶ کال کې د تجارت له اړخه د امریکا ۵۷ نمبر لوی ملګری وو چې د ۵ نیم میلیارد ډالرو راکړه ورکړه يې درلوده، په دې کې د امریکا صادرات څه باندې ۳ میلیارد ډالره وو.

هند په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا نهم ستر سوداګریز ملګری وو او د ۶۷ میلیارد ډالرو راکړه ورکړه یې لرله، چې د امریکا د سوداګرۍ خونو په خبره امریکا ته د هند صادرات ۴۶ میلیارد ډالره او واردات یې ۲۱ میلیارد ډالره چې د پاکستان ۱۲ برابره زیات دی.

خو د افغانستان او امریکا راکړه ورکړه ایله نژدې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

افغانستان له خاورو او ایرو په را وتو دی او هند د نړۍ په ۲۰ پرمختللو هیوادونو کې شامل شوی او تمه کېږي په راتلونکو ۲ تر ۳ لسیزو کې د نړۍ دریم یا څلورم اقتصادي قدرت شي. پاکستان له امریکا سره د هند نژدېوالي ته د شک په سترگه گوري او د هند او افغانستان له نژدېوالي هم د ناکرارۍ احساس کوي چې په یوه لاس او یوه غږ د پاکستان له لاسه کله د امنیت شورا او کله د سپینې ماڼۍ دروازې ورټکوي.