د افغان طالبانو پلاوی د سولې په تړاو پاکستان ته تللی
افغان طالبانو تایید کړې، چې د سولې د خبرو اترو په موخه یې یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې د افغان کړکېچ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې د سولې د هڅو په لړ کې یې چین، قطر او نورو هېوادونو کې د خپلو استازو د لیدنو کتنو په اړه مالومات له خپل مشرتابه سره شریک کړي دي.
په اسلام اباد کې مېشت خبریال طاهر خان یې په اړه مالومات وړاندې کوي.