د ٦٥ کلن سړي ١٣ کلنه ناوې

- Author, اریا احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
ثریا د کابل په يوه امن خونه کې د مېشتې يوې افغانې ښځې نوم دی چې په ١٣کلنۍ کې یوۀ ٦٥ کلن سړي ته د نژدې اته لکه افغانیو په بدل کې واده شوه.
د ثریا مېړه درې نورې مېرمنې هم لرلې او دوى ټول يې د افغانستان په يوۀ لوېديز ولايت کې په يوۀ کور کې اوسولې. ثریا دیارلس کلنه ماشومه وه چې واده شوه هغه د واده لومړنۍ شپې یادولو سره ژاړي او وايي:
"په هیڅ څه خبره نه وم، کله چې مجازي خدای مې راغی نو سم له واره راته نژدې شو، زه ډاریدم د هغه په سترګو کې مې د وحشت بل شوی اور لیده."
د ثریا په سترګو اوښکو کتارونه جوړ کړي وو، درد یې ستونی نیولی و او د خبرو واک یې ترې اخیستی وو، له لږې دمې وروسته يې د ویلو هڅه کوله:
" زه وړه وم د مېړه او مېرمن ترمنځ جنسي اړيکو په تړاو نه پوهېدم، دى به راته غوسه شو چې تر کله به نه پوهېږې، ما په پیسو اخیستې یې او هر کار چې مې زړه وي درسره یې کوم."
د ثریا مېړه د انسانانو قاچاقچي و او ډېر شمېر هوټلونه هم لرل، خو کورته به هغه وخت راغی چې د هوس اور به یې زړه کې بل شو.
ثریا په ماشومتوب کې د خپل خاوند دريو ماشومانو ته مورتوب هم وکړ د خپل واده حاصل یو زوی او دوه لوڼې ښېي .
هغه وايي "له واده نه مو څو کاله تېر شول خاوند مې موږ ته پاملرنه نه کوله، زه اړه شوم چې د ماشومانو نفقې پیدا کولو لپاره له کوره بهر کار وکړم."
د ثریا مېړه هغې ته د کار کولو اجازه نه ورکوله او ویل یې افغانه ټولنه کې ښځه د کور ښکلا ده نه د بهر.
خو ما له مجبوريته کار وکړ او په دې خاطر ډېره ووهل شوم .
"زه پلار کور ته لاړم خو سپینږیري یې راته راټول کړل او ګوتې یې ولګولې چې نور به راسره ښه چلند کوي، خو کورته چې راغلم بیا هم هماغه کیسې وې."
ثریا په لومړیو کې نه پوهېده چې مېړه یې نورې مېرمنې هم لري.
"ده به راته ویلې چې دا زموږ کور کې په کرایې ناستې دي یوه ورځ چې زه پخلنځي کې وم زما د خوب خونه کې هغه کس مې چې زما په اند ګاونډۍ وه له خپل مېړه سره وليده. په لیدو یې هیښه شوم، هغه راته وویل چې اوس باید پوه شې چې دا درې نورې مې هم میرمنې دي ."
ثریا دا هر څه خپل قسمت باله او په دې تمه وه چې یوه ورځ به یې ژوند له دې ټولو کړاوونو خلاص شي خو داسې نه و، ورځ تر بلې یې درد زیاتېده او درملنه یې هم سختېده.
ثریا د ولایت څارنوالۍ ته مراجعه وکړه خو له هغه ځایه هم تش لاس کورته ستنه شوه نوره نو مجبوره شوه چې وړه لور په غیږ کې له کوره وتښتي .








