په بدو کې د نجونو د ورکړې دود ترکله؟

د ویډیو تشریح، ازاده جرګه: په بدو کې د نجونو د ورکړې دود
    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي په بدو کې د نجونو ورکړې دود لا هم د دې هېواد په هغو سیمو کې شته چې د قانون لاس نه ور رسېږي.

خو د مخنیوي په تړاو یې په ولسي او حکومتي کچه دا هیلې ډېرې شوي چې ورو ورو دغه دود ورک شي.

د بي بي سي د ''آزادې جرګې'' په ځانګړې خپرونه کې د قرباني شویو نجونو له کورونو تر مبارزو ځوانانو او مشرانو سره خبرې شوي دي.

په دې ټولنه کې بدو کې ورکړه ډېر وخت د وژنو، تېښتو او اخلاقي جرمونو له امله منځ ته راځي.

اوسنۍ ۱۶ کلنه امنه لا ۱۲کلنه وه چې د تره د زوی بد د دې په سر تمام شول. د ا د جرګه مارو پرېکړه وه. هسې خو یې پلار نه غوښتل لور یې په بدو کې د بل کاله ته لاړه شي.

ما د افغانستان په ختیځ ښار جلال اباد کې امنه ولېده دې د هغه څه کیسه راته وکړه چې ورته د عمر ځور دی.

په بدو کې د نجونو ورکول (د ازدې جرګې بشپړ رپوټ وګورئ)

امنه ماشومه وه نو یې ځکه نکاح نه وه تړل شوې، یو کال وروسته بېرته د پلار کورته وروستل شوه خو په دې شرط چې له دې سره به هېڅوک واده نه کوي او د دوی په نوم به د پلار په کور زړیږي.

د بدو دود په یوه سیمه پورې تړلی نه دی او پالونکي بېلابېل دلایل ورته لټوي. ګروهه یې دا ده چې یوه نجلۍ د ګڼو ککریو د ساتنې د قرباني لپاره ورکوي.

د شاه امان الله خان امر

امنه
د عکس تشریح، امنه ماشومه وه نو یې ځکه نکاح نه وه تړل شوې، یو کال وروسته بېرته د پلار کورته وروستل شوه خو په دې شرط چې له دې سره به هېڅوک واده نه کوي او د دوی په نوم به د پلار په کور زړیږي.

د قومي سټو پرېکړې که هر دلیل لري خو پر وړاندې یې غبرګونونه هم لږ نه وو، څه د پاسه یوه پېړۍ وړاندې یې د مخنیوی غږ پورته شو د وخت واکمن شاه امان الله خان په بدو کې د ورکړې بندولو امر وکړ خو د دغه سمون پال پاچا له واکمنۍ کلونه وروسته چې ګڼ واکمن چې د واک پر ګډۍ کښېناستل د دې دود مخنیوی ونه شو.

اوس په ځوانانو کې هم تر ډېره د ټولو ناوړه دودونو د ورکولو احساس شته چې د بدو له منځه وړلو لپاره یې هم غږ پورته شوی. ۲۵ کلن خان ولي عادل په پکتیا کې بدو ته بد وویل او لومړی د خپلې کورنۍ د پرېکړو پر وړاندې ودرېده ځکه دوه خویندې په بدو کې ورکړل شوې وې.

له خان ولي سره پروان ولایت ته لاړو د هغه کمیسیون جوړولو لپاره هوډ کړی چې وایي له مخې به یې د بدو دود مخنیوی وشي.

د خان ولي هڅو ته د زاړه دود پر وړاندې د نوې مبارزې په سترګه کتل کیږي او خلک ورټولیږي. ناسته یې د پروان ولایت له مدني فعالانو سره ده.

د قومي سټو مخ اوس دې ته اوښتی چې خپلې هغه تړې بدلې کړي چې پایلې یې ښې نه دي.

دلته په کابل کې د خوست قومي مشرانو لیدو ته ورغلم چې واورم د دغو قومي تړو نړولو ته یې په کومو خبرو ملا تړلې.

خان ولي عادل
د عکس تشریح، ۲۵ کلن خان ولي عادل په پکتیا کې بدو ته بد وویل او لومړی د خپلې کورنۍ د پرېکړو پر وړاندې ودرېده ځکه دوه خویندې په بدو کې ورکړل شوې وې.
قومي مشر
د عکس تشریح، دلته په کابل کې د خوست قومي مشرانو لیدو ته ورغلم چې واورم د دغو قومي تړو نړولو ته یې په کومو خبرو ملا تړلې.

دلته نه دا چې د نجلۍ خوښه په ګډ ژوند کې نه منل کیږي په زور د شوي واده پایله دا هم وي چې د میړه کورنۍ په نه خبره د کور چاپیریال تاوتریخوالي ته ټیل وهي د دې لپاره چې په بدو کې ورغلې نجلۍ درد وګوري او د دوی خوا سړه شي.

''پور مو ختم شو''

د هزاره قوم یو مشر محمد موسی د هغې جرګې کیسه کوي چې دی یې هم د پریکړې غړی و او د دښمنۍ ختمولو یوازېنۍ حل لاره یې په بدو کې د نجلۍ ورکړه ګڼلې وه:

"په ۵۰ کال کې یوه کس چې موږ سره یې دنده وه له یوه کوره دوه خویندې د خپلې کورنۍ دوو غړو ته کوژده کړې وې دې نجونو له بل چاسره لار جوړه کړې او له کوره وتښتېدلې کله یې چې پیدا کړې خبره یی دولت ته هم ورسیدله خو دوی غوښتل قومی مشران یې حل کړي هغې جرګه کې ما هم ګډون درلود هغو هلکانو چی نجونې ورسره تللې وې خپله خور د دې نجونو خسر ته ورکړه دوی وویل موږ بد کار کړی نو بدو کې خپله خور ورکو هغه وخت د قرض په نوم هم یادیده یانې چې قرض مو ختم شو."

د غزني اوسیدونکې روشن محسني وايي هغه نجونې چې بدو کې وړکړل شوي که تاوتریخوالی هم ورسره نه کیږي نو له رواني اړخه ځوریږي دا د خپلو سترګو لیدلې کیسې یاده کوي:

"یوازې یو ولایت نه دی چې نجونې په بدو کې ورکول کیږي د افغانستان په ټولو سیمو کې له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي او بدو کی ورکول کیږي بد یو څوک وکړي او قرباني بل څوک ورکوي . که د غزني له ولایته ووایم دا کیسې پکې شته زموږ لرې خپلوانه ده ورور یې یو څوک وژلی و خپله خور یې په بدو کې ورکړه هغه ښځه اوس بچیان لري.

مېړه یې خواښې خسر یې ټولو روسره ښه چلند کوه خو په هغې یې ډیر بد اغیز کړی ځکه د خوښې واده یې نه اوس یې هم زړه له دردونو او فریادونو ډک دی که ورسره خبرې وکړې غواړي وژاړي غواړي په لوړ غږ چیغي وکړي چې ولې قرباني شوې."

له دې ټولو بېلګو سره سره، اوس پوښتنه دا ده چې قانون څه وايي د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ د قانون او سزا په تړاو خبره روښانوي.

سپوږمۍ وردګ
د عکس تشریح، د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایي د بدو دود لا هم په هغو سیمو کې شته چې قانون ورته لاس رسی نه لري.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې هغه کسان چې کومه نجلۍ په بدو کې ورکوي په اوږده بند یانې لس کاله بند محکوم کیږي.

اغلې وردګ وایي د بدو دود لا هم په هغو سیمو کې شته چې قانون ورته لاس رسی نه لري.

بدو له خلکو مذهب هېر کړی

قانون به د واک سیمه غواړي خو مذهب ښايي د دې وطن هرې سیمې او قوم کوڅه کوڅه کې ووینو.

مذهب د ارزښتونو په سر کې دی نژدې ټوله ناسته ولاړه پر مذهبي تګلارو پايي خو دلته بدو له خلکو مذهب هېر کړی څه چې ملا وايي د ملک او قومي مشر له خبرو سره ټکر دی او داسې ټکر چې جوړه یې نه شي.

مولوي صبغت الله احمدزی وايي په بدو کې ښکېلې کورنۍ خپله پړې دي خو هغه ملایان هم ملامتوي چې دا ډول نکاح تړي.

دود، قانون ، مذهب پوهاوی او لاس رسي به د ناوړه دودونو په اړوند د پلمې په توګه وکارول شي.

مولوي صبغت الله احمدزی
د عکس تشریح، مولوي صبغت الله احمدزی وايي په بدو کې ښکېلې کورنۍ خپله پړې دي خو هغه ملایان هم ملامتوي چې دا ډول نکاح تړي.
رحمت الله ماڼو
د عکس تشریح، د ننګرهار په مومندو کې ۹۰ کلن قومي مشر رحمت الله ماڼو د بدو دود په اړه وايي د زیان په خوا کې یې ګټه دا ده چې بد پر ښو واوړي او ژوند ښه شي.

خو امنه او سل نورې داسې نجونې به تر عمر د داسې پېښو داغ په زړه ساتي چې د بدو قرباني دي.

ژوند دلته ، افغانو مېرمنو ته د لوړو ارزښتونو یو ټغر دی خو داسې ټغر چې ځینې څنډې یې د دوی ناست ځای اور کوي او د دې چارې بدلون ته چې پېړۍ پرې اوښتې کلونه به وغواړي چې بد نه وي، ذهنونه بدل وي او موږ مسک وروګورو.