پنجاب او افغاني خواړه

- Author, فرهاد محمدي
- دنده, بي بي سي/اسلام آباد
څو ورځې وړاندې مې پر فېسبوک د خپل يوۀ ملگري پيغام ترلاسه کړ. دى هم زما په څېر له يوې رسنۍ سره دنده تر سره کوي او اسلام آباد ته راغلی و. خوشحاله شوم چې له هېواده لرې مې خپل ملگرى وموند.
ټيليفون شمېره مې ورولېږله او په ټيليفوني خبرو کې دويمه پوښتنه يې دا وه "دلته نژدې کوم افغان رسټورانټ نشته چې سمه ډوډی وخورو".
دغې پوښتنې لپاره د هغه بېړې حيران نه کړم، زما تجربه له نوي ډیلي او اسلام آباده دا ده چې د دغو هېوادونو له خوړو سره چې ریښه ېي تقریبا یوه ده، د افغانانو چندانې جوړه نده.
دوى تل خپل وطني خواړه پسې ګرځي، زه پخپله هم همداسې یم.
یو لامل یې ښايي دا وي چې پاکستاني خواړه ډېر توند دي او مرچک په کې ډېر کارېږي او دا د ډېرو افغانانو نه خوښیږي.
په اسلام آباد کې د افغاني رسټورانټونو ګڼه ګوڼه
پاکستان کې او په ځانګړې توگه پلازمېنه اسلام آباد کې د خوړو بېلابېل ډولونه شته، له لبناني رسټورانټه نیولې ان تر چینایي خوړو ټول پیدا کېږي.

خو افغان رسټورانټونه دلته تر ډېره په سوداگريزو او لوکسو سیمو کې دي. مشتریان يې ډېر دي خو یوازې افغانان نه دي، د نورو ټبرونو خلک هم هلته ورځي. له عربانو نیولې تر ایرانیانو او بيا په خپله پاکستانیانو پورې.
افغان خواړه دلته هم مشهور شوي، منتو، دو پیازه، کباب، پلو، چلو کباب و په ځانګړې توگه افغاني مستې، تر ټولو زیاد مینه وال لري.
یو شپه په یوه افغاني رسټورانټ کې د څو ښځو جامو له بڼې پوه شوم چې ایرانیانې دي. هغوى سره مله یوۀ نارینه ته مې ځان ور وپېژانده او خبرې مو سره پيل کړې. له څرگندونو یې داسې برېښېده چې په اسلام آباد کې د ایران ډيپلوماټيک ماموريت غړى دى.
نه يې غوښتل د خپلې دندې په تړاو زیات څه ووايي او يا يې نوم په دې ليکنه کې ياد کړم.
هغه د افغاني خوړو ستاينه پیل کړه "پوهېږې افغاني خواړه داسې دي لکه ایراني هغه. هماغه کباب، هماغه چرګ، هماغه تور بانجان. ما ویل چې د ماشومانو طبیعت لږ بدل شي، نو دلته راغلو. خو یو څه گران پرېوځي".
رښتیا هم چې په اسلام آباد کې د افغاني خوړو بيه د پاکستاني هغو پرتله ډېره گرانه ده.
د افغاني رسټورانټ له یوۀ ګارسونه مې وپوښتل، دا ولې؟
هغه ویل "دا خواړه خپل مشتريان لري او ډېر بېوزلي او نيستمن خلک دلته نه راځي".

د يوۀ افغان رسټورانټ مالک چې حاجی غلام نبی نومیږي د افغانستان د غزني ولايت اوسېدونکى دی. هغه وایي له دیرشو کلونو زیات کېږي چې رسټورانټ یې پرانیستی او اوس هره ورځ ۳۰۰ تر ۳۵۰ کسان ورځي رسټورانټ ته ډوډۍ خوړو لپاره راځي.
هغه زیاتوي دهمدې رسټورانټ د عوايدو له امله يې ځان ته په اسلام آباد کې ښه ژوند جوړ کړی او له بلې خوا يې د افغانانو نوم او انځور هم ښه کړی.
د حاجی غلام نبي په خبره دا په خپله یوه فرهنګي چاره ده.
پاکستاني رسټورانټونه او افغان خواړه
په اسلام آباد کې افغان خواړه ان پاکستاني رسټورانټونو ته هم لار موندلې او مينه وال يې ډېر شوي دي. افغاني ډوډۍ او وريجو ښه شهرت موندلى.
خو په ځينو ځايونو کې بيا يوازې د "افغاني" نوم کارول کېږي چې مشتري جلب شي او په دغه نامه پلورل کېدونکو خوړو کې د افغاني خوړو څرک هم نشي لگېداى.

د بېلگې په توگه یو ډول چرگ پخېږي چې ورباندې د "چکن افغاني" نوم اېښوول شوى، یو ډول سپینه مصاله پرې اچوي چې ما ان په کابل کې هم نه ده لیدلې، خو خوند يې بد نه و.
کله مې چې رسټورانټ والا ته پیسې ورکولې په خپله ګوډۀ او ماته اردو مې ورته وويل "صرف نام هې افغاني هې. (یوازې يې نوم افغانى دی)."
افغاني خوړو لپاره اوږد مزل
که افغاني خواړه غواړئ نو بيا اوږده واټن وهلو ته هم بايد ځان چمتو کړئ.
لږ تر لږه زه اړ يم چې يوۀ وخت افغاني ډوډۍ لپاره ٢٠ کيلومټره لار ووهم.
هره ورځ دا کار نه کوم ځکه نه دومره وخت لرم او نه هم دومره زغم.
نو ځکه مې خپل ځان له څو ډول پاکستاني خوړو سره عادت کړى او نژدې پرتو پاکستاني خوړنځيو کې خورم، خو په اوونۍ کې هرو مرو یو یا دوه ځله افغان رسټورانټونو ته ورځم چې په مړه خېټه ډوډۍ وخورم.
په اسلام آباد کې د افغاني رسټورانټونو ډېرى مشتریان په همدې ډول دي، له بېلابېلو سیمو او کله کله زما د اوسېدو له ځايه هم له لېرې سيمو ورځي.










