زمبابوې ته زما د کرېکټ بريالى سفر

    • Author, ريس احمدزى
    • دنده, د افغانستان کریکټ روزونکی

د افغانستان د پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې تر سفر دوه اونۍ مخته راته وويل شول چې په جلال اباد کې د لوبغاړو لوبې وگورم. ټول ٣٢ لوبغاړي وو. زما دنده دا وه چې لوبغاړي د لوبې په ترڅ کې وگورم.

د لوبغاړو د غوراوي د نوې کمېټې غړى احمد شاه چې زموږ د ملي لوبډلې مخکينى لوبغاړى دى په جلال اباد کې وو چې دغه ټولې لوبې وگوري.

زه د جنوري په اوومه نېټه جلال اباد ته ورسېدم. پوره يوه اوونۍ وروسته د ٣٢ لوبغاړو ترمنځ لوبې پاى ته ورسېدې او د غوراوي کمېټې د فېټنس تر ازمېښت وروسته لوبډله اعلان کړه.

راته وويل شول چې دغه ١٦ کسيزه لوبډله زمبابوې ته بوځم او د روزونکي دنده پر مخ بوځم. ما درې ورځې د دوى د لوبغاړو په لوبيزو مهارتونو کار وکړ او درې نورې ورځې مې په فزيکي جوړښت او فېټنس تېرې کړې.

د جنوري په ٢٣ مه نېټه له کابله د زمبابوې په لور وخوځېدو. په پلازمېنه هرارې کې مو دوه ورځې تمرين وکړ. په لوبغاړو کې يوازې کريم صادق او شفيق الله شفق داسې کسان وو چې پخوا يې هم له ملي لوبډلې سره بهرني سفرونه کړي وو او له پرديو لوبيزو شرايطو خبر وو.

د لوبغاړو مورال

زه باوري نه وم چې په دې سفر کې به بريالي شو. زما هيله دا وه چې دلته په لوبېدو به دغه لوبغاړي د راتلونکي لپاره ښه تجربه پيدا کړي او که بل وار له داسې حالاتو سره مخامخېږي نو ورته چمتو به وي. د اولې لوبې تر پيل وړاندې که څه هم ما لوبغاړو ته نه ويل خو له ځان سره مې دا شاربل چې په څومره توپير ماتې به د لوبغاړو د مورال نه خرابېدو لپاره ښه وي.

دا مې هم فکر کاوه چې که لوبه بايلو چې په لوبغاړو کې کوم مثبت اړخونه بايد نوټ کړم چې تر لوبې وروسته پرې ورسره خبرې وکړم. د زمبابوې الف لوبډله پياوړې وه. دوى يوازې يو داسې لوبغاړى لوباړه چې تر اوسه يې له ملي لوبډلې سره لوبه نه وه کړې.

نور نو ټول هغه کسان وو چې يا يې ټسټ لوبه کړې وه او يا يې هم نړيوالې يو ورځنۍ لوبې تجربه کړې وې. په لومړنۍ لوبه کې بريد دا هيله راکړه چې د دې لړۍ د گټلو توان هم شايد ولرو.

له لوبغاړو سره خبرو او د دوى مورال ته په پام سره باوري شوم چې په دې سفر کې ښه لوبه کولى شو. ما وغوښتل چې لوبغاړي له دې سفره خوند واخلي. ما نه غوښتل چې دوى يوازې او يوازې په کرېکټ فکر وکړي.

له خپلې لوبيزې تجربې راته معلومه شوې وه چې که لوبغاړي ذهني ستړيا ولري د لوبې په ميدان کې ځلېدلى نه شي. د لوبو ترمنځ سياحت لوبغاړو ته ښه موقع وه چې له لوبې يوه شېبه فکر ليرې کړي. موږ د زمبابوې د وحشي ژويو ليدو ته لاړو.

زلمي لوبغاړي مې ليدل چې د زمري او نورو حيواناتو په ليدو یې ذهن له لوبې ليرې شوى و. د دوى په سترگو او خولو مې خنداگانې ليدې. باوري کېدم چې دا به يې له ستړيا او فشاره ليرې ساتي.

دويمه لوبه کې بري ټولو ته ډاډ ورکړ. زموږ بالېنگ ډېر وځلېد. لوبغاړو دومره ښه لوبه کوله چې د دوى بدلول انصاف نه و، خو د افغانستان کرېکټ بورډ راته ويلي و چې ټولو لوبغاړو ته بايد د لوبې موقع ورکړم.

نهیلي

دغه و چې په دريمه لوبه کې مې بدلون راوست. تېز بالران چې دواړه ځلېدلي وو په دريمه لوبه کې ونه لوبول او نوې جوړه مې رامخته کړه چې هغوى هم نهیلي نه کړم. د دريمې لوبې گټلو دا هيله راپيدا کړه چې يوازې د لړۍ گټل نور کافي نه دي شايد د ټولو لوبو د بري امکان وي. خو تر دې هم ماته دا مهمه وه چې ټول لوبغاړي وځلېږي.

څلورمه لوبه کې برى په دې راته لا ډېر خوندور و چې د باران له امله شرايط بدل شول او زموږ لوبغاړو وکولاى شواى چې بيا هم برلاسي شي. په دې ټول سفر کې ما غوښتل چې لوبغاړي په لوبډله کې خپل ځاى وپېژني او خپله طبيعي لوبه وکړي.

تر ډېره ځايه همداسې وشول. په پنځمه لوبه کې مې هغو لوبغاړو ته د لوبې موقع ورنه کړه چې تر اوسه ځلېدلي وو. نيت مې دا و چې هغه نور لوبغاړي بيا هم د لوبې چانس پيدا کړي. په پنځمه لوبه کې ماتې دا خبره راته ثابته کړه چې افغان لوبغاړي د فېټنيس په برخه کې لا ډېر کار ته ضرورت لري.

موږ جام کابل ته راووړ، وځلېدو خو همدې لوبغاړو ته مې سلا مشوره همدا ده چې دا لوبې تېرې شوې، دا نور د تاريخ برخه شوه که دوى په نړيوال کرېکټ کې پاېښت غواړي نو بايد لا ډېره خواري وگالي، قناعت او په تېر بري تکيه کافي نه ده.