تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د داعش په هکله یوه هندي فلم ولې ناندرۍ راپورته کړې؟
- Author, میریل سباسټین
- دنده, بي بي سي کوچي
په هند کې د هغه فلم په هکله ناندرۍ راپورته شوې، چې ادعا کېږي کیسه یې د داسې هندو او عیسوي ښځو پر موضوع راڅرخي چې په اسلامي دولت نومې ډله کې د ګډون لپاره هڅول شوې دي.
پر کیرالا سټوري یا د کیرالا کیسه نومي فلم ډېری سیاستوالو نیوکې کړې، ځینو دا یو پروپاګند او د مذهبي همغږۍ ضد فلم بللی. خو د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون د واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بي جي پي) مشرانو بیا دا فلم ستایلی.
فلمي کره کتونکو هم دا یو پیکه فلم بللی او یوه خو ان د فلم په هکله په خپله شننه کې لیکلي، چې داسې ښکاري په دې فلم کې د اسلام او (د مذهبي بحث) په هکله فکرونه له هغو وټس اپ ګروپونو اخیستل شوي، چې له کرکې ډکې خبرې پکې کېږي.
د فلمونو یوه کره کتونکي تاران ادرش بیا د دې فلم نندارچیانو شمېر په هکله بي بي سي ته وویل، د داسې یوه فلم په توګه، چې لږ لګښت پرې شوی او مشهورو فلمي ستورو هم رول پکې نه درلود، د دومره عاید موندل مهمه خبره ده.
د نوموړي د اټکل له مخې په پنځو ورځو کې د فلم له نندارې ۵۶۰ میلیونه روپۍ یا شپږ اعشاریه اته میلیونه ډالره عاید خورا مهمه چاره ده.
کیرالا سټوري له یوه بل ورته فلم سره پرتله کېږي، چې کشمیر فائلز نومېد، تېر کال نندارې ته وړاندې شو او په ورته توګه د مشهورو فلمي ستورو له ګډون پرته په لږ لګښت چمتو شوی و. کشمیر فائلز په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر نه د هندوانو وتلو پر موضوع چمتو شوی و او د نریندرا مودي په ګډون ځینو بي جي پي مشرانو ستایلی و.
د کیرالا سټوري فلم په هکله نندارې ته د فلم له وړاندې کېدو څو میاشتې مخکې لا ناندرۍ راپورته شوې. په نومبر میاشت کې چې د فلم په اعلان کې ادعا وشوه چې د ایالت داسې ۳۲ زره اوسېدونکو ښځو کیسه بیانوي چې له داعش سره یو ځای شوې، نو د کیرالا ایالت ځینو سیاستوالو پرې د بندیز لګولو غوښتنه وکړه.
اې ایل ټي نومې واقعیت موندونکې وېبپاڼې بیا دا ادعا ناسمه وبلله او په خپل رپوټ کې یې وویل، ''داسې هېڅ ثبوت نه شته '' چې دا شمېر کره ثابت کړي. د ترهګرۍ په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال رپوټ کې بیا ویل شوي، چې د همدې کال یانې ۲۰۲۰ تر نومبر پورې داسې ۶۶ پېژندل شوي کسان شته چې هندي الاصله دي او له داعش ډلې سره تړاو لري.
نژدې یو کال وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د هند تحقیقاتو ملي ادارې مسوولینو وویل، داسې ۱۶۸ کسان یې د ترهګریزو بریدونو، دسیسو او مالي مرستو داسې ۳۷ قضیو کې نیولي چې له داعش ډلې یې الهام اخیستی.
خو د کیرالا سټوري فلم چمتو کوونکي بیا ادعا کوي، چې د فلم کیسې الهام له رښتینو پېښو اخیستل شوی او تر کلونو پورې یې په دې هکله څېړنه کړې.
په اپریل کې چې نندارې ته د فلم وړاندې کولو نېټه رانژدې شوه، پرې نیوکې هم ډېرې شوې او محکمې ته یې هم په هکله قانوني شکایت وشو. د کیرالا ایالت عالي محکمې نندارې ته د فلم وړاندې کولو مخنیوي غوښتنه و نه منله، خو د فلم چمتو کوونکو هوکړه وکړه، چې د فلم له اعلانه به هغه ادعا لېرې کوي، چې ګواکې د دې ایالت ۳۲ زره ښځې له داعش سره یو ځای کېدو ته لمسول شوې.
پر خواله رسنۍ یو ټیوب هم د دې فلم له اعلان سره ولیکل شول چې ''د کیرالا له بېلا بېلو برخو د دریو نجونو یو ځای کېدو د رښتینو کیسو بشپړتیا
په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هندي چارواکو ویلي و، د کیرالا ایالت څلور اوسېدونکې ښځې له داعش ډلې سره د تړاو په تور د افغانستان په زندانونو کې وې.
تېر کال د کیرالا ایالت پولیسو یو مسوول کس بي بي سي ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي و: ''د داسې ښځو شمېر چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې مذهب بدل کړی او له داعش سره د یو ځای کېدو په پار له کیرالا ایالته بهر تللې، له ۱۰ تر ۱۵ تنو زیات نه دی. ''
نندارې ته د دې فلم له وړاندې کېدو وروسته بیا ځینو ستایلی او په وینا یې پر یوه داسې موضوع چمتو شوی، چې په بحث ارزي. دوو ایالتونو اتر پردېش او مدهیه پردېش چې د بي جي پي ایالتي حکومتونه پکې واکمن دي، دا فلم له مالیې معاف کړی دی. ځینو نورو بیا دا فلم داسې یوه هڅه بللې، چې مسلمانان په ناوړه بڼه وښيي او د اسلام ضد روحیه پیاوړې کړي.