د ۲۰۲۳ کال سوني ورلډ عکاسۍ جایزې ګټونکي ولې جایزه رد کړه؟

د عکاسي لویې جایزې "سوني ورلډ" یوه ګټونکي عکاس وروسته له هغې د جایزې اخیستل رد کړل چې، ښکار يې کړه په خپله عکاسۍ کې یې له مصنوعي زیرکتیا کار اخیستی.

د بورېس الداګسن په نامه دغه جرمنی هنرمند تېره اوونۍ د ۲۰۲۳ کال سوني ورلډ جایزې ګټونکې اعلان شو.

باور دا و چې نوموړي په خپله عکاسۍ کې له نوښته کار اخیستی.

هغې ویلي چې دا عکس یې د سیالۍ ازموینې او د عکس اخیستنې راتلونکي په اړه د بحث رامنځته کولو لپاره کارولی دی.

د جایزې تنظیموونکو بي بي سي ته ویلي، چې ښاغلي الداګسن دوی عکس کې په کارول شوي مصنوعي زیرکتیا تېر ایستلي.

په یوه خبرپاڼه کې چې پخپله بورېس الداګسن خپره کړې اعتراف یې کړی چې عکس یې حقیقې نه و.

نوموړي زیاته کړې: "له قضاوت کوونکو مننه کوم چې زما عکس یې غوره کړ او یوه تاریخي شېبه یې ترې جوړه کړه" نوموي دا پوښتنه هم کړې چې:" آيا په تاسې کې کوم چا شک کړی او یا پوهېدلي چې دا عکس په مصنوعي زیرکتیا جوړ دی؟"

هغه دا هم ویلي چې: "ریښتیني عکاسي او د مصنوعي زیرکتیا پر مټ جوړه شوې عکاسي په ورته جایزه کې یو بل سره سیالي نه شي کولی، په مصنوعي هوښ جوړه عکاسي هېڅ عکاسي نه ده نو ځکه زه دا جایزه نه منم."

د ښاغلي الداګسن په وړاندې شوي عکس کې په تور او سپین رنګ کې د دوو بېلابېلو نسلونو دوه مېرمنې ښکاري.

هغه دغه عکس ته په اشارې ویلي:"په دې کې هېڅ څه حقیقیت نه لري، او هڅکله یو واقعي عکس نه شي کیدی دا یوازې د مصنوعي زیرکتیا په مرسته جوړ شوی."

ورستیو کې د مصنوعي زیرکتیا کاورل په پراخه کچه زیات شوي او په ټوله نړۍ کې پرې بحثونه کېږي او په عکسونو کې یې کارول خورا زیات دي.

د عکاسۍ نړیوال سازمان یوه ویاند ویلي، مخکې له دې چې یاد هنرمند د جایزې ګټوتکې اعلان کړي دوی سره یې خبرو کې منلې چې په عکس یې د مصنوعي زیرکتیا پر مټ جوړ کړی.

نوموړي ویلي: "هغه په دې عکس کې هغې علاقې ته اشاره کړې چې مصنوعي زیرکتیا سره یې لرلې، داسې حال کې چې په دغه عکس تاکید کول په عکاسۍ کې د نوموړي پر پوهې تکیه کول دي. مونږ له هغو پرمختللو ډجیټلي لارو چې هغه په په خپله عکاسۍ کې ترې کار اخیستې هرکلی کوو."

دوی دا هم ویلي: "لکه څنګه چې ښاغلي الداګسن خپله جایزه رد کړه مونږ وسره خپل کار وځنډاوه او له سیالۍ مو وویست."

دغه سازمان سره له دې چې د مصنوعي زیرکتیا پر مټ د نوموړي کار ستایلی خو ټینګار کوي چې د سوني ورلډ جایزې هغه چاته ورکول کېږي چې د عکاسۍ برخه کې یې کار ریښتینی او د واقعي نوښت پر بنسټ وي.