هغه ولس چې باور لري پاچا یې هېڅکله نه مري

    • Author, راندي جو ساه
    • دنده, بي بي سي نیوز، بمینډا

د مانکون خلک د کمیرون شمال لوېدیځه له څړځایونو یوه ډکه سیمه کې اوسېږي، د دوی مشهور پاچا (الفون) یا (الفو) "هېڅکله نه مري"، بلکې په ساده ژبه وايي چې هغه پټ شوی.

ځکه نو واکمن اډولف لیلي د مانکون پر ولس په غوسه و چې تېره میاشت یې د ۹۷ کلن الفون انګوافور د مړینې محرم خبر خپور کړی.

وکیل جوزیف فرو اواه چې د مانکون خلکو یوه وتلې څېره ده وايي: "الفون په مانکون کې د ټولو ځمکو وکیل دی، هغه زموږ د خوږوږمه پسرلي کلتوري سرچینه ده، زموږ د روحانیت چینه ده، تشو ورځو ته زموږ لپاره پُل دی... دلته او اوس او راتلونکې کې".

په ۱۹۵۹ کال واک ته له رسېدا وروسته، دریم الفون انګوافور لومړنی پاچا و چې لوېدیځ تعلیم یې کړی و. دی هغه مهال ښوونځي ته تللی چې شاهي ماشومان هېڅ ښوونځي ته نه استول کېدل.‌

انګوافور د کرنې تخصص کې زدکړې وکړې، هغه هم د یوه داسې هېواد لپاره چې کرنه یې د وګړو د ورځني ژوند او راکړې ورکړې یوه لویه برخه جوړوي.

د مانکون د ټولو پاچاهانو په څېر، هغه هم څو ښځې وکړې، چې د دود له مخې یې باید د ښځو شمېر هېڅ په ډاګه نه شي. خو ویلی شو چې هغه ۱۲ ښځې او لسګونه بچیان لري.

دریم الفون انګوافور ته خپل ولس د حکیم سلیمان پاچا په سترګه ګوري.

اولین فونګ چې څو ځله یې پاچا سره په ځینو مناسبتونو کې ګډون کړی وايي: "دی تل د یوه ښوونکي په توګه ښکاري،‌ هرځل مې چې ملاقات ورسره شوي ارومرو مې فکر ترې موړ شوی دی". هغه ولس چې باور لري پاچا یې هېڅکله نه مري

کله چې د تېرې پېړۍ په ۶۰ لسیزه کې د ښکېلاک پېر ختم شو، انګوافور د هغو ځمکو د توحید یو انجنیر و، چې د فرانسوي او انګلیس تر استعمار لاندې وې،‌ چې اوس کمیرون ورته وايي.

د مانکون ولس تر ډېره په انګلیسي خبرې کوي.

انګوافور په ۱۹۹۰ کال هغه مهال د واکمن ګوند مرستیال مشر و، ولسمشر یې ستمګر پاول بیا و،‌ چې ان تر تری تم کېدو پورې په واک کې پاتې شو.

د هغه ګوتنیوونکي وايي، چې باید په ګوندي سیاست کې نه وای ښکېل شوی، خو دی وايي چې د "ټولو پلار" دی او په سیاست کې ورګډېدل یې د ټولنې د ودې په هدف وو.

د محرمو اوښکې

د پاچا د اعلان او د "تري تم" کېدو مسؤله پټه عالي شورا (کویفور) دریو اونیو وخت ته اړتیا لري چې د پاچا پټېدل اعلان کړي.

ان هغه وخت هم خلکو د یو او بل په غوږونو کې ورو - ورو ویل چې "ماڼۍ کې لوګی دی" او ان دې ته هم نه پرېښودل کېدل چې ګنې پاچا یې "تری تم" شوی دی، حال دا چې هغه په یوه ناڅرګند او سپېڅلي ځای کې "خښ" کړل شوی دی.

د مانکون ولس په محرمو شیانو کې دا هم راځي چې ووايي پاچا یې خښ شوی.

د مې پر ۲۹مه د پاچا د "تري تم" کېدو له اعلان سره، پاچا ته د درناوي لپاره خلکو خولۍ پرسر کول او په کرنه کې ښځو کار کول پرېښودل.

د پاچا غم د جون تر ۷مې پورې هغه مهال دوام وکړ چې لسګونه زرګونه خلک د پاچا هغې ماڼۍ ته ورغلل چې د لرغونتوب یې ۳۰۰ کاله کېږي.

دا ماڼۍ په بمینډا کې - چې د مانکون زړه ګڼل کېږي - موقعیت لري چې شاوخوا ۵۰۰ زره خلک پکې اوسېږي.

پر نوي پاچا کاڼي اچول

ښځې او سړي د کېلې ونې یا باڼس له وچو پاڼو جوړ لنډ کمیسونه اغوندي. د هغو ښځو په استثنا یې د بدن پاسنۍ برخه لوڅه وي، چې تور سینه بندونه تړي.

د دریم الفون انګوافور زوی نوی پاچا یبلې پښې او سینه - چې تر ملا یې سپین زړوکی تړلی او شاوخوا ته یې د کویفور شورا غړي دي- ماڼۍ ته روان دی.

ولس په مینه کوچني کاډي، کبله او پاڼې ورغورځوي.

پاچا په چټکۍ ماڼۍ ته ننوځي خو ولس یې ورڅېرمه لښتیو ته کېوځي چې په ایره لړل شوي بدنونه یې ومینځي.

بیا دوی د پاچا ماڼۍ ته له تګ مخکې خپل غوره دودیزې جامې اغوندي، چې په لاس جوړې شوې رنګه چپنې او سرپټی پکې دي.

اوس د خوښۍ او لمانځلو وخت رارسېږي.

د "تري تم" شوي پاچا زوی او وارث پاچا له مراسمو وروسته له ماڼۍ وځي.‌ سوربخن پرتوګ یې اغوستی، د کویفور شورا غړي یې پر یوه توږل شوې څوکۍ کېنوي چې "تکیه" وکړي، ځکه چې مانکون ولس د پاچا د غوره کولو ته هم "تکیه" اصطلاح کاروي.‌

ماڼۍ کې موجود خلک د پاچا له غوره کولو وروسته له خوښیو په جامو کې نه ځایېږي او پاچا ته نوي نومونه غوره کوي: الفون، فرو اسا، اه ندفرو، څلورم ‌انګوافور.