تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د فرانسې سفارت: جام څلی د پیزا څلي په څېر په کږېدو دی
په کابل کې د فرانسې سفارت پر خپله وېبپاڼه او ټویټر لیکلي، داسې نښې شته چې جام څلی کټ مټ ایټالیا کې د پیزا کاږه شوي څلي په څېر په کږېدو دی.
دغه سفارت ویلي، په یوه دره کې د ۹۰۰ کلونو لرغونی جام څلی د نړۍ له ښکلو تاریخي بنسټونو دی.
د فرانسې سفارت د افغانستان په لوېدیځ غور ولایت کې د جام څلي له ځینو عکسونو سره لیکلي، د جام څلي اصلي ستونزه دا ده چې د ورڅېرمه اوبو راوتلو له کبله د لوېدو له خطر سره مخامخ دی.
د جام څلي د لرغونتوب په اړه د فرانسې سفارت ویلي، یوه منل شوې فرضیه دا ده، پر هغه ځای چې جام څلی جوړ شوی، د فېروزکوه پخوانی ښار ودان و، چې مغولو ویجاړ کړ.
دا څلی د یوې درې په منځ کې دی چې وروسته یې ډېر اهمیت پیدا کړ.
د څلي پر تنه کتیبو کې حک شوي توري ښکاري، جام څلی په ۱۱۹۴/۱۱۹۵ زیږدیزو کلونو کې جوړ شوی او د ځینو نقاشیو او شواهدو پربنسټ، په دې ځای کې یو جومات هم و، چې اوس یې هېڅ اثار نه لیدل کېږي.
جام څلی د دیارلسمې میلادي پېړۍ له نیمايي د نولسمې پېړۍ تر پایه کاملاً هېر کړل شوی و.
دغه څلی په ۱۸۸۶ میلادي کال یوځل بیا کشف شو او په اړه یې څېړنې په ۱۸۵۷ کال بېرته پیل شوې.
د څلي لوړوالی ۶۵ متره او منځ یې ۹ متره دی.
د فرانسې سفارت وايي، د څلي منځ د هغه د بهرنۍ زړه راښکونکې څېرې په شان نه دی.
منځ کې یې د جګېدو لپاره یوه دوراني ځینه ده.
دا ځینې د څلي تر نیمايي جګې شوې دي، بیا نورې زینې په بهرني دېوال کې جوړې شوې دي.
ښکاري چې د څلي پر مخ یوه ګونبزه هم شته. د څلي پر بهرنۍ برخه هندسي زینتي نقشونه کښل شوي او څو کتیبې هم پکې خښې شوې دي چې په فیروزه يي رنګ نقاشي شوې دي.
د څلي پر کتیبو د قرآن شریف ځینې ایاتونه حک شوي دي.
د مریم سورت (۱۶ سپاره) بشپړ متن لیکل شوی چې د عیسی د مور کیسه پکې راغلې ده. په پای کې پر یوه کتیبه د هغې کورنۍ نومونه لیکل شوي چې په ویاړ یې دا څلی جوړ شوی دی.
د څلي شاوخوا کې ځینې نورې ودانۍ هم وې لکه کلاګانې، څلي او د اوبو یوه ذخیره.
خو تر ټولو ډېر پر سترګو لګېدونکی یې پر یوه نژدې تپه یو څلی و، هلته پر ډبرو او کتیبو په لرغونې عبري ژبه لیکنې شوې، چې ډېر امکان شته د هدیرې اثار به وو.
کابل کې د فرانسې سفارت لیکلي، د جام څلي په اړه دا معلومات د اسراییلو تل ابیب پوهنتون د لرغونپوه او څېړونکي جیلد بي. جیف Gilad B. Jaffe له څېړنو راخیستل شوي.