تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ د دوو خویندو هنر څنګه پر وبا غالب شو؟
- Author, نغم قاسم
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
درد، وېره، یوازېتوب او مننه... د اټول هغه احساسات دي چې دوو مصري نجونو له کورونا وېروسه تر رغېدا وروسته څرګند کړي دي.
خلود کمال ګرافیک ډیزاینره ده او خور یې عهود ډېکور انجینره ده. دواړو د داسې ناروغۍ پر ضد مبارزه پیل کړه، چې لا تر اوسه یې په ګرده نړۍ کې سمه درملنه نه ده موندل شوې.
۲۱ کلنې خلود په کورونا وېروس د اخته کېدو د مهال دوو اونیو تجرید ورځو انځور کړې او د بدني درد او رواني نارامۍ انځورونه یې کښلي دي.
۲۴ کلنې عهود بیا خپل درد او کمزوري په بل ډول په انځورونو کښلو کې څرګنده کړې ده.
خلود وايي، د کړاو ورځې یې په پنسل قلم رسم کړې او له هرې ورځې سره یې د بلې ورځې تړاو ورکړی، بیا یې تر هغې لږ لویې لوحې رسم کړې او اوبیز رنګونه یې پکې کارولي دي او لا نورو جزییاتو ته پکې تللې ده.
خلود دا لوحې رسمول په کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدا درې ورځې وروسته پیل کړي، چې دا یې د خور د زوکړې ورځ هم ده؛ ځکه چې اوس یې نه شو کولای د هغې د زوکړې مراسمو کې هغه په غېږ کې ونیسي.
خلود وايي: رسم هغه ژبه ده د خپل ځان او احساساتو ترجماني پرې کولی شم. دا هغه چیغه ده انسان ته ارامي او نېکمرغي ورکوي... ما هم د خپل ځان د وضعیت ښودلو لپاره رسم ته مخه کړه."
عهد وايي، له دې کاره یې هدف له نورو سره د درملنې او روغتیا برخه کې همکاري کول دي او دا چې په کورونا وېروس اخته کسان یوازې نه دي: "زه، خور مې او نور ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو او په بریالیتوب ژوندي ترې ووتلو."
خلود ۱۸ لوحې رسم کړې دي، چې ۱۵ یې د ناروغۍ اړوندې دي او ۳ ته یې د "مننې" نوم ورکړی، دا مننه یې تر ډېره له خپلې مور او پلار او معالج ډاکټر کړې ده.
خلود او عهود وايي، هېڅ داسې سوچ ورسره نه و چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې د ورځو د سفر دا شاهکار به له کورنۍ بهر له نورو سره هم شریکوي. په پیل کې یې هدف دا و چې ځان ته پرې تسلي ورکړي.
دغو دوو خویندو پرېکړه وکړه چې خپلې دا تجربې پر خواله رسنیو خپرې کړي چې نور ناروغان او خپلوان یې هم ګټه ترې واخلي، هغه هم په داسې حالت کې چې ګڼ خلک نه غواړي په کورونا وېروس له اخته کېدو یې نور خلک خبر شي.
عهود او خلود وايي، دغو انځورونو ته چې ګوري، د پیاوړتیا احساس کوي او له نورو ناروغانو هم دې ورته د سوچ کولو تمه لري.
عهود د کورونا وېروس د اصلي نښو اړوند انځورونه هم اخیستي، لکه التهابي کېدل، د ستوني خرابېدل، سا لنډي، د معدې درد او داسې نور.
عهود او خلود وايي، د کورنۍ او بهر کې د نورو خپلوانو ملاتړ د دوی په رغېدو کې ډېر رول درلود.