لیکوال او شاعر فضل محمد پنهان د ۷۵ کلنو په عمر ومړ

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

لیکوال او شاعر استاد فضل محمد پنهان د ۷۵ کلنو په عمر ومړ. استاد پنهان له څه مودې راهیسې ناروغ و.

د نوموړي تر ۲۰ ډېر کتابونه چاپ شوي او یو شمېر نور یې ناچاپه پاتې دي.

فضل محمد پنهان د کندهار د عالي دارالمعلمین د پښتو څانګي پخوانی استاد و او نژدې پنځوس کاله یې په ښوونیزه او څېړنېزه برخه کې کار کړی.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال انجینیرشیر شاه رشاد وايي، د استاد پنهان د اثارو زیاته برخه د ادبي، علمي او فرهنګي مسایلو په اړه څېړنو ته بېله شوې ده.

'د استاد پنهان څېړنې، په ځانګړې ډول د سهیل لویدیځ زون لپاره د پښتو ژبې، متاخرینو او متاقدینو په اړه څېړنې، چې ځینې پرتلیزه توګه تر سره شوې دي. هغه واقعاً د ستاینې وړ دي. '

ښاغلي رشاد وايي، د ادبي تاریخ او تذکره لیکنې په برخه کې د پښتو ادب د بشپړتیا پروګرام لپاره د پنهان صاحب اثار ارزښتناک دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، استاد فضل محمد پنهان به سبا د شنبې په ورځ سهار ١٠ بجې د کندهار پوهنتون د مشاهیرو په هدیره کي خاورو ته وسپارل شي.

فضل محمد پنهان، ۱۳۲۰ کال کې په کندهار کې زېږیدلی و. لومړنۍ زدکړې یې د کندهار په میرویس نیک لیسه کې کړې او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د بشري علومو په پوهنځي کې بشپړې کړې دي.