پر ټوېټر د امیتاب د ریاضۍ فورمول او د خلکو ټوکې

په نړۍ کې داسې څوک نشته چې تېروتنه یې نه وي کړې، ځکه انسان تل له خطا سره مخ کېدونکی دی، خو کله داسې تېروتنې سړي ته درنې پرېوځي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې تاسې ډېر نوموتي وئ.

بیا لا داسې تېروتنه چې خواله رسنیو کې در څخه وشي، دا هغه وخت وي چې غشی له لیندۍ وتلي وي او هلته د کاروونکو تر بریدونو لاندې راشي.

په وټس اپ، ټېک ټاک او ټوېټر کې د ورته تېروتنې امکان لا ډېروي چې داسې څه د بالیووډ له ستر ستوري امیتاب بچن هم وشول.

امیتاب بچن چې په بالیووډ کې شه مشهور شوی، د جمعې په ورځ یې د یوه ټویټ په غبرګون کې مینه والو نیوکې ورباندې وکړې.

د تېرې جمعې په ورځ امیتاب بچن په خپل ټویټر کې داسې ولیکل: "نن ډېره ځانګړې او نادره ورځ ده او دا ورځ په زرو کلونو کې یو ځل راځي."

"که تاسې نننی ورځ په خپل عمر او د زېږون په نېټه کې جمع کړئ، نو ځواب به یې د ۲۰۲۰ کال وي."

"ان کارپوهان به ونه شي کړی تاسو ته دا ووایي، تاسو یې خپله وازمايئ، ځان پرې پوه کړئ کنه تاسو باید زر کاله انتظار وکړئ."

د خواله رسنیو ډېری کاروونکو ویل چې د امیتاب بچن دا ټویټ پر ده د قرنطین د اغېز له امله دی، په داسې حال کې چې نورو کارنو د وټس اپ د پیغامونو له لارې نوموړی پړ بللی دی.

یوه کارونکي بیا ده ته پاکه پاکه ویلي: "چې په دې ټویټ کې څه داسې ځانګړي دي، دا خو تل کېږي او هرکال کې چې کله هم د خپل د زېږېدو نېټه جمع کړئ، نو روان کال به یې ځواب وي."

د ریاض احمد په نامه د امیتاب بچن زوی ابھیشیک بچن ټګ کړی او ویلي یې دي: "ایا کولی شئ اوس د هغه پر ګرځنده ټيلېفون کې وټس اپ انسټال کړئ."

خبریالې عارف خانم شیرواني وویل: "موږ په دې وروستیو کې دا وموندله چې د وټس اپ د پوهنتون رییس څوک دی."

د لیلت سینګ په نوم یو کاروونکي ان د خپل وټس اپ پر خلاف قانوني غوښتنلیک د ثبتولو غوښتنه کړې.

یوه بل کاروونکي بیا وویل: "یوازې وټس اپ مه تورنوئ. دا ټوکه ډېر کلونه مخکې په انټرنېټ اکسپلورر هم وه، دوی اوس له هغه ځایه راوړه."

په داسې حال کې یوه بل کارونکي ویلي ''ښاغلیه مه خپه کېږه، په قرنطین کې کله کله داسې چل کېږي.''

په هرحال، خلکو ته د ریاضي فورمول په اړه د امیتاب بچن دلیل دا و چې دوی پوهېږي ایا دوی د وټس اپ پیغام او ټویټ لوستلو وروسته خوښ دي یا له قرنطین څخه ستړي شوي. دوی په طنزیه ډول د فلمي ستورو د ځورولو هڅه کوي.