مصر کې د لرغونو مومیايي شويو حیواناتو ننداره

مصري چارواکو یوشمېر هغه لرغونې ټوټې نندارې ته وړاندې کړې دي، چې تېر کال په سقاره کې هرم ته څېرمه کیندنو کې موندل شوې دي. په دې ټوټو کې د سپیو په ګډون د بېلابېلو حیواناتو مومیاګانې او مجسمې دي.

په دې لرغونو ټوټو کې د پیشو، تمساح، کوبرا مارانو مجسمې او مومیاګانې دي.

د مصر د لرغونو اثارو وزیر ویلي، د زمري د دوو بچیانو، چې عمرونه یې د ۸ میاشتو اټکل شوي، د موندل شویو مجسمو او مومیاګانو په اړه څېړنه روانه ده.

دی وايي، په فرعوني هدیرو کې د زمریانو د مومیا موندنه کمیابه چاره ده.

د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا سرمنشي مصطفی الوزیري خبریالانو ته وویل: "په دې ټولګه کې تر ټولو ښکلې کشف شوې ټوټې د تورو ګونګټو مجسمې دي."

الوزیري زیاتوي: "تر ټولو لویه ګونګټه تېر کال کشف شوه."

د مصر سقاره سیمه د لرغوني مصر د پلازمېنې ممفیس د لرغونو توکو د کشف ځای دی، چې یونیسکو دا ځای په نړیوالو میراثونو کې راوستلی دی.

په وروستیو کلونو کې مصر د لرغونو اثارو د کشف چاره چټکه کړې ده، چې ورسره په وروستیو کلونو کې دغه هېواد ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

الوزیري وايي، لرګین تابوتونه او صندوقونه به د مصر شرم الشیخ لوی موزیم ته ولېږدوي.

دی وايي، په نویو کشف شویو ټوټو کې د لویو پیشوګانو پنځه مومیاګانې دي.