تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو انځور د ۱۱۰ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی
د فرانسوي انځورګر کلاوډ مونیټ په لاس یو پنځول شوی انځور د ۱۱۰ اعشاریه اووه میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی دی. د دومره ډېرو پیسو بدل کې د دغه فرانسوي انځور ګر یوه پنځونه پلورل کېدل یو نړیوال ریکارډ دی.
دغه راز دا لومړی ځل دی چې یو امپرېشنسټ انځور له ۱۰۰ میلیونو ډالرو د پورته بیې بدل کې پلورل کېږي.
مونیټ دغه انځور ۱۸۹۰ کال کې د انځورونو خپلې هغې لړۍ کې بشپړ کړ چې هایسټکس نوم ورکړل شوی و او په نورماندې سیمه کې د هغه کور ته څېرمه کلیواله سیمه انځوروي.
له دې مخکې دغه انځور په ۱۹۸۶ کال کې ایله د دونیم میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی و. له دې مخکې تر نژدې یوې سلیزې پورې دغه انځور هغې کورنۍ ساتلی و چې د انځورګر له استازي یې پېرلی و.
اوس د انځور پلورونکې ادارې سوتبهې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دا نهم تر ټولو ګران بیه انځور دی چې په لیلام کې پلورل کېږي. ویل کېږي هغه کس چې د نیویارک لیلامۍ ادارې یې نوم نه دی یاد کړی، له پنځو نورو مشتریانو ډېره بیه ورکړه.
د مونیټ په هایسټکس لړۍ کې ټولټال ۲۵ انځورونه پنځولي و، چې ډېر یې اوس د نړۍ لر او بر په ګالریو کې ځوړند دي. اوسنی پلورل شوی انځور د نوموړي هنرمن څلورم انځور دی چې روانه پېړۍ کې لیلامېږي.