تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برتانیا ملي ګالرۍ په ۵ میلیون ډالرو د هنرمندې تابلو پېرلې
د برتانیا ملي ګالري د اولسمې پېړۍ اړوند د یوې انځورګرې نادره تابلو په درې میلیونه او ۶۰۰ زره پاونډه چې کابو پنځه میلیونه امریکايي ډالره کېږي، پېرلې ده.
دغه انځورګري د ایټالوۍ انځورګرې ارتمیزیا جنټیلېسکي دی چې د ۱۷مې پېړۍ په نیمايي کې یې ژوند کړی او د خپل وخت له نامتو هنرمندانو وه.
د برتانیا په ملي ګالرۍ کې ټولټال ۲۳۰۰ انځورګرۍ خوندي دي چې له ډلې یې یوازې ۲۱ د ښځو هنرمندانو دي.
د برتانیا ملي ګالرۍ تر دې وړاندې په ۱۹۹۱ کال کې د پرتګالۍ معاصرې هنرمندې 'پایولا رګو' پنځه تابلوګانې پېرلې وې.
د برتانیا د ملي ګالرۍ یوه چارواکي هانا راټچایلډ ویلي، اغلې جنټیلېسکي د خپل وخت مخکښه انځورګره، ښه کیسه ویونکې او اغېزناکه هنرمنده وه:
" هغه له ګوته په شمېر ښځو وه چې وتوانېده زماني محدودیتونه مات، پر شخصي ستونزو لاسبرې او په هنر کې ښه وځلېږي."
د اټکل له مخې، دغه تابلو په ۱۶۱۵ کال کې کښل شوې ده.
په برتانیا کې د ارتمیزیا جنټیلېسکي یوازې دوه نورې تابلوګانې هم شته.
ارتمیزیا جنټیلېسکي د مشهور ایټالوي انځورګر اوراتزیو جنټیلېسکي لور ده چې د ۱۶مې پېړۍ په وروستیو او د اولسمې په لومړیو کې یې ژوند کاوه.
ارتمیزیا جنټیلېسکي د هنر ډګر ته په راتلو کې چې هغه مهال په بشپړ ډول د نرانو په واک کې و، ډېرې سختۍ ګاللې دي.
د هنر نړۍ ته د هغې د راتلو هڅې، په وروستیو لسیزو کې د فیمینیزم پر سیمبول بدلې شوې دي.
اغلې جنټیلېسکي ۱۷ کلنه وه چې د پلار یوه ملګري انځورګر ' اګوسټینو تاسي' پرې جنسي تېری وکړ.
نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې د فلورانس د هنر او ډیزاین اکاډمۍ غړیتوب یې تر لاسه کړ او هغې له د دغې نظریې سخته مخالفه وه چې انځورګرانې دې یوازې د ښځینه اتلانو یا لغړ انځورونه کاږي.