تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بالیووډ وتلی ستوری قادرخان: زه پښتون او د کندهار یم
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د هندي سېنما د نورو وتلو ستورو په څېر قادر خان هم پښتون او د افغانستان دی.
قادر خان وايي، د افغانستان پلازمېنه کابل کې پيدا شوی، خو اصلي ټاټوبی يې کندهار دی.
نوموړی وایي يو کلن و، چې له خپلې کورنۍ سره ممبيي ته تللی و.
"زما له زېږون مخکې مې درې وروڼه پیدا او مړه شول، مور مې ویل دا هوا مې بچیانو ته مناسبه نه ده ځکه هند ته راغلو".
دی وايي پلار يې د کندهار او مور يې د کوټې ده او په قوم کاکړ یا ترین دی.
"مور مې د پښین وه، څوک وايي، کاکړ یا ترین یو، خو ډېر باور دا دی چې کاکړ یو".
قادر خان د کاناډا وګړتوب هم لري.
نوموړی دوه زامن لري چې سرفراز خان او شاه نواز خان نومېږي.
قادر خان په کندهارۍ لهجه (پښتو) خبرې کولی شي او پر هندي سربېره په اردو، عربي او انګرېزي هم روانې خبرې کوي.
له پښتنو او افغانستان سره مینه
د خانان په بالیووډ کې کتاب لیکوال محبوب الله خان وايي، د قادر خان مېرمن هم پښتنه ده او کور کې پښتو خبرې کوي.
"قادر خان له افغانستان، په تېره پښتنو سره ډېره مینه لري".
له نوموړي سره مرکه کې- چې په شمشاد تلوېزون خپره شوې- ښاغلی خان زیاتوي:
"افغانستان یو ډېر ښکلی ځای دی، که په نړۍ چرې جنت دی، دغه دی، موږ سره د افغانستان درد همېشه دی، ځکه وطن دی".
نوموړی هیله ښيي چې یو وخت به افغانستان ته ځي، ځکه دا هېواد یې ځمکه او وطن دی:
"هلته چې زما څه خدمت له وس پوره وي کووم به یې، اول خدمت به دا وي چې پښتانه زدکړو کې شاته دي. پښتنو ته به زدکړې ور کووم، پښتون ډېر ځیرک قام دی".
نوموړی وايي پښتانه سره وروڼه دي، ځکه دې یو بل نه وژني، له یو بل سره دې مینه وکړي.
"که پښتانه یو بل سره مینه وکړي افغانستان به نړۍ کې اول نمبر هېواد شي".
د قادر خان هنري هڅې
قادر خان وايي پوليتخنيک يې لوستی او هېڅ پلان يې نه و، چې فلمونو ته لاړ شي.
خو فلمونو ته تللو سره نه یوازې لوبغاړی، بلکې ډایرېکټر یا لارښود، ډيالوګ او سناریو لیکوال او کومیډین سره مشهور شو.
قادر خان لومړیو کې د سټېج ډرامو کې رول لوباوه او د محبوب الله خان په خبره، د یوسف خان په هڅو یې فلم ته مخه کړه.
"قادر خان سټېج ډرامه باندې تراژیدي وړاندې کړې وه، نو د یوسف خان خوښ شوی و، او سېنما ته یې راووست. له دې مخکې د سټېج یا تیاتر لوبغاړی و".
امیتاب بچن هم خپل ټوېټ کې دې ټکي ته اشاره کړې ده:
کله به د دریځ په سر لیدل کېده، خلکو به یې د فلمونو لپاره د ګټورو کیسو او د ده هرکلی کاوه. نه لکه اوس چې ځینې یې نه پېژني او فکر کوي ریاضيپوه دی.
خان پر ۱۹۷۳ کال فلم کې رول لوبولو ته مخه کړه او داغ یې لومړنی فلم و چې رول یې پکې ولوباوه.
نوموړی وايي تر ۳۵۰ فلمونه یې لیکلي او ۴۵۰ فلمونو کې یې رول لوبولی دی.
د نوموړي مشهور فلمونه ډاګ، جواني دیواني، درهم ویر، ګنګا جمنا سر سواتي، کولي، دیش پریمي، سوهاګ، پروېش، شراي، لواریز، مقدر کا سیکندر او نور دي.
د قادر خان هنري کار لپاره ۱۹۹۰ کلونه له بریو او لاسته راوړنو ډک بلل کېږي.
د قران حافظ
د قادر خان په هکله ویل کېږي چې زدکړې یې ریاضي کې کړې، خو ژوند یې د هنر نړۍ کې تېر کړ.
مګر ور سره کله دا خبره هم تړل کېږي، چې د قران حافظ دی، خو محبوب الله خان وايي، په دې هکله نه پوهېږي:
"خو عالم دی، ژوند کې جدي انسان دی، اسلامي علومو کې ډېر پوهېږي. د دیني علومو ښه کتابتون لري".
قادر خان ۲۰۰۴ کال کې له سلمان خان سره په يوه فلم کې له کار کولو وروسته د ناروغۍ له امله له فلمونو ګوښه والی غوره کړی و.
هغه د ۲۰۱۵ کال اګسټ وروستیو کې له ۱۱ کاله ځنډ وروسته يو ځل بيا د سيمنا پر پرده ښکاره شو او په يوه فلم "دماغ کا دهي" کې یې رول ولوباوه.