تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هېټلر کاشوغې او پنجې لیلام شوې
د نازي جرمني د مشر اډولف هېټلر قاشوغې او پنجې په یوه لیلامي کې په شپاړس زره ډالرو وپلورل شوې.
د هېټلر د پنځوسمې کلیزې مراسمو کې دا توکي هغه ته ور کړل شوي وو.
دا توکي د انګلېستان سوېل لوېدیځ ته د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي کور د پاکولو پر مهال موندل شوي دي.
هېټلر به دا دوه چاکوان، درې کاشوغې او درې پنجې به رسمي مراسمو کې کارولې
پر چاکوانو او پنجو د هېټلر او د هغه د کورنۍ د نوم اول توری، مات صیلب او د نازي جرمني باز کندل شوی دی.
د دې توکو لیلاموونکي دا توکي د تاریخ "لویه برخه" بولي.
برتانیا کې د نازي جرمني اړوند توکو پلور روا دی، خو ځینې خلک دا کار نه خوښوي.
د برتانیا پارلمان کې ځینې استازو څه مهال مخکې د ډول توکو د پلور بندېدلو غوښتنه وکړه.
فیسبوک کې هم د نازي جرمنی د اثار د پلور د مخنیوي غوښتنه شوې وه.
د اړوند لیلامي یو غړی ریچارډ برومل وايي، د هېټلر د ۵۰ کلیزې لپاره نږدې درې زره ډل ډول شیان جوړ شي و.
"دا یې لومړۍ ټولګه ده چې تېرو ۳۳ کلونو کې یې وینم".
نوموړی وايي، ښايي ځینې دا توکي د وخت توپان له ځان سره په مخه کړي وي، نور ممکن له کنډوالو لاندې شوي وي او پاتې به غورځول شوي وي.
دا توکي پرلیکه یا انلاین پلورل شوي، خو پلرونکي یې په تړاو نور څه نه وايي.
هېټلر څوک و؟
اېډولف هېټلر له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ د نازي جرمني مشر و.
نوموړی پر ۱۹۳۹ پر پولېنډ د یرغل له امله اروپا کې د ویمې نړیوالې جګړې اور بلوونکی او د هولوکاسټ اصلي عامل بلل کېږي.
د متحدانو په لاس د ۱۹۴۵ کال په مۍ کې د جرمني په ماتېدلو پسې د هېټلر په مشرۍ د جرمني نازي رژیم ختم او اروپا کې دا جګړه پای ته ورسېده.
د دې لپاره چې هېټلر پخواني شوروي ته په لاس ور نه شي، د ۱۹۴۵ کال د اپرېل پر ۳۰ یې په برلین کې خپل پټنځي کې د ۵۶ کلنۍ په عمر خپل ژوند ته پخپله د پای ټکی کېښود.