تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انوشکا او ویرات پر واده د ملتپالنې بحث
د هند هنرمنې انوشکا شرما او کرېکټر ویرات کولي په ایټالیا کې واده وکړ. دغه کار یې ځینې خلک د ملتپالنې او هېوادپالنې خلاف بولي.
د ناوې زوم د خپلوانو شکایت به وي یا نه، خو د مدیه پردېش د بي جي پي د ایالتي پارلمان غړي پنا لال شاکیه د دوی په دې کار نیوکه وکړه.
هغه په یوه پروګرام کې وویل، لکه چې د واده لپاره هند کې ورته ځای پیدا نه شو: "هند دومره بې ارزښت دی؟"
دی وايي، پیسې دلته ترلاسه کوي، شهرت یې دلته ګټلی، خو د واده لپاره په ملیاردونو روپۍ له دې ځای وړي:
"د هند خاوره دوی ته څه مانا نه لري، له دې ښکاري چې له وطن سره مینه نه لري، دوی له وطن سره مینه نه لري".
واده او هيواد پالنه
یواځې سیاستوال نه دي چې د شرما او کولي پر دغه کار نیوکه کوي، بلکې نور خلک هم ورته نظر لري او په دې کار یې له هېواد پالنې پرته بولي.
فیسبوک کارن ازاد بهارت د انوشکا او ویرات انځورونه شریک کړي او دا یې ورته لیکلي دي:
"تاسو د خپل هېواد خلکو ته د ګټې رسولو په هکله په خوب کې هم سوچ نه کوئ".
نوموړی زیاتوي: "ستاسو په څېر د شتمنو زړونو کې که کومه ورځ داسې خیال پیدا شو، نو په هغه ورځ به هند د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد شي".
دا پوسټ له ۳۵ زرو ډېرو کسانو شریک کړی دی.
یو بل کارن رام موهن جا لیکلي: "موږ داسې خلکو ته له سر تېر یو، خو دا خلک د هېواد لپاره نه بلکې د ځان لپاره لوبېږي، ټولې پیسې بهر لګوي، هند په څه کم دی چې دوی بهر کې واده کوي".
د بیم ببلي بانو په نوم بله کارنه لیکي: "دې خلکو وښوده چې هېواد ته ځان مسوول نه بولي، داسې خلک ولې د ملتپالنې خبرې وکړي، هغوی یواځې پیسې پېژني".
خو نورو کسانو د انوشکا او کولي په ملاتړ خبرې کړې دي.
امت جان د طنز په ژبه لیکلي: کولي تاسو هند ته ستانه شئ او د بي جي بي د اسمبلي له غړي د ملتپالنې سند واخلئ، ته او انوشکا ملتپال نه یاست.
د انوراګ اګروال په نوم بل کارن لیکلي، هغوی چې ویرات او انوشکا نیوکې کوي، که اروپا ته د تللو چانس ورته برابر شي نو لاړ به شي.
د ده په خبره، ځینې کسان د خپلې خوښې له مخې د ملتپالنې او هېواد پالنې سند وېشي.