د بالیووډ خاطرې: شاهرخ او عامر د پاکستان ټکټ پر ځان بندوي؟

پر هندي فیلم پدماوتي لانجې روانې وي. که څه هم ځینو شخصیتونو د سنجې لیلا بهنسالي په اړه خپل نظرونه څرګند کړي، خو بیا هم ځینې نور لوی لوبغاړي تر اوسه هم غلي دي او په دې اړه له څه ویلو وېره لري.

دا شکایت د بالیووډ پخواني لوبغاړي شتروګهن په خپل ټوېټر کې لیکلی چې امېتاب بچن، شاهرخ خان او عامر خان یې په کې ټګ کړي دي. ده ویلي: "لانجه ورځ تر بلې لویېږي او لومړی وزیر نرېندرا مودي د بالیووډ د لویو فیلمي ستورو لکه امېتاب بچن، شاهرخ خان او عامر خان غوندې غلی دی."

د ښاغلي شتروګهن غوسه پر ځای ده، خو امېتاب بچن ولې اندېښمنوي؟ آیا په دې ته ورته پخوانیو لانجو کې دوی کله هم خپل نظر څرګند کړی؟

پاتې شوه د شاهرخ خان او عامر خان خبره، نو د خپل نظر په څرګندولو به د پاکستان ټکټ پر ځان بندوي؟

تېر کال دوی د (عدم برداشت) پر موضوع خبرې کړې وې، چې پاکستان ته په تګ یې ځانونه وژغورل؛ د نظر تر څرګندولو وروسته دوی فیلم بازار ته وړاندې کړ؛ خو تاسو پر دې موضوع نه شئ پوهېدای ځکه تاسو فیلم نه لرئ چې وړاندې یې کړئ، نو هیله ده چې دا خانان وبښئ.

د سانسور بورډ د پخواني مشر او فیلم جوړوونکی پهلاج نهلاني لومړی فیلم (جولي ټو) بازار ته تر وړاندې کېدو مخکې د خبرونو سرټکی دی.

د سانسور بورډ پخوانی مشر پهلاج به د نورو فیلم جوړوونکو په غندنه کې تر ټولو لومړی کس و. خو د جولي ټو د فیلم له ټرېلره اټکل کېدای شي چې پهلاج نهلاني غواړي څه ډول احساسات خپاره کړي؟

دا فیلم په خبرونو کې دی، ځکه بازار ته تر وړاندې کېدو وروسته ښیي چې دا فیلم د لوبغاړې نغمې پر ژوند جوړ شوی؛ حال دا چې ښاغلي پهلاج د نغمې نوم نه دی اخیستی.

دی وایي چې فیلم د رښتیني داستان پر بنسټ جوړ شوی.

کله چې په دې اړه له نغمې پوښتنه وشوه نو دې وویل چې تر اوسه یې فیلم نه دی لیدلی، خو له نورو یې په اړه اورېدلي. "اوس چې ټول د بالیووډ پر پدماوتي غږېږي نو ښایي د شهرت لپاره دوی هم زما نوم اخیستی وي."

لوبغاړي ووېک اوبرای خپل وروستی کار بریالی ونه باله. ووېک اوبرای په خپلو نورو فیلمونو لکه کمپني، اوم کاره، ۴۱ او ساتېیا کې ښه ځلېدلی و.

دی وایي چې د ژوند له هسکو ټیټو ژر نه اغېزمنېږي ځکه دا یو حقیقت دی:

"تاسو که هر څه وی، په پای کې به ستاسو صلاحیتونه تاسو تر کامیابۍ رسوي."

د ووېک په خبره د بالیووډ د ځینو لویو فیلمي ستورو اولادونه ناکام شوي دي.

دا معلومه نه شوه چې د ووېک اشاره چاته وه، خو د امېتاب بچن د زوی ابیشېک بچن فیلمونه تر ډېره بریالي دي.