تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ما ولې بدناموي؟
په "دل سې" فلم کې له شاه رخ خان سره د روان اورګاډي پر چت نڅېدونکې ملایکه اروړه له ۱۹۹۸ وروسته په اوږد مزل او ډېر وخت کې د بالیووډ یوه پېژندلې څېره شوه.
وايي هغه د سلمان خان د ورور ارباز خان مېرمن ده، خو هغه خپل آيټم نمبر (د نڅا یا سندرو ویلو ځانګړی ډول) مشهوره کړې ده.
د نورو وتلیو هستیو په څېر ملایکه هم پر خواله رسنیو خپل انځورونه خپروي، چې کله یې د خوړنځي او کله د بالیووډ د نوي ډول انځورونه وي.
ملایکه دا مهال له ارباز خان په خوښه طلاق اخیستی او دواړه د متمدنو انسانانو په څېر له طلاق وروسته هم د ښو ملګرو په څېر سره مخ کېږي او ښايي یوه وجه یې هم د دوی زوی وي.
خواله رسنیو کې له شتمن سړي د طلاق وروسته د ډېرو پیسو اخیستلو له امله پر ملایکه نیوکه کېږي، خو هغه غاښ ماتی ځواب ور
کوي.
هسې پر خواله رسنیو د هرڅه رسوا کول اوس دود شوي خو د پیسو ور کول یا اخیستل د ملایکې او ارباز کورنۍ مسله ده بل دا چې کله یوه مېرمن واده کوي یا یې پرېږدي، نو له تورونو سره مخ کېږي.
ارباز او ملایکه تر له یو بل سره اوس هم تر ډېره خوشال ښکاري.
د جمعې په ورځ ارباز ۵۰ کلیزه له ملایکې سره ګډه ولمانځله، خو رسنیو کې د دې انځور په خپرولو سره نیوکګر وویل، چې بېګاني طلاق کې عبدالله دېوانه!
میکا سینګ ته پاکستان ګران تمام شو
سندرغاړی میکا سینګ د هند پاکستان خپلواکۍ ورځې په مناسبت د امریکا هیوسټن ښار کې یو پروګرام لري.
هغه د خپل پروګرام اعلان کې ناست وي او وايي "زموږ پاکستان" او هند د خپلواکۍ جشن یوه ورځ لمانځو.
اوس پر خواله رسنیو د هغه د شرمولو هڅه کېږي.
میکا سینګ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا پوښتنه هم کېږي چې د بهارتیه جنتا ګوند په حکومت کې د پاکستان نوم اخیستل دومره لویه ګنا ده؟
د عمران هاشمي بې باکي
هنرمن عمران هاشمي چې په رول لوبولو کې ځانګړی انداز لري داسې په طبیعي ژوند کې هم د ډېپلوماسي ملاتړی نه دی.
دا مهال بالیووډ کې پر خپلپالنه بحث کېږي، رسنۍ هم خپل مایک د هر هنرمن خولې ته نیسي، په دې هکله پوښتنې ګرمې دي او ستوري هم یو نه یو څه وايي.
ځینې خلک یې چټیات بولي او نور یې خلاف دي.
اوس چې عمران هاشمي ته راشو نو هغه په ښکاره ویلي، د خپلپالنې له امله د فلم صنعت برخه دی.
د هغه په خبره، که تره یې مهیشت بټ ده ته چانس ور کړی نه وی، نو کله به هم فلم کې لوبېدلی نه و.
خبره دا ده چې څنګه عمران صاحب په فلمونو کې له اتلو (نجونو) سره بې باک انداز رول لوبوي داسې په اصل ژوند کې هم بې پروا سړی بلل کېږي.