تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودی لیکوال چې پاچا ته یې "خدايي صفتونه" کارولي
سعودي عربستان د رمضان العنزي په نوم هغه یو لیکوال توقیف کړی چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته یې د ستایلو په لړ کې د مبالغې په توګه په یوه مقاله کې "خدايي صفتونه" کارولي دي.
العنزي پخپله مقاله کې چې د سعودي "الجزیرة" ورځپاڼې خپره کړې، پاچا سلمان ته د ستاینې مبالغه کې د خدای تعالی پر ذات پورې اړوند صفتونه کارولي.
که څه هم سعودي عربستان کې د پاچا ستایل او له مبالغې ډک الفاظ کارول دود دی، خو په دې هېواد کې بندګانو ته د الهي صفاتو کارول او تشبیهول ډېر کله غوسره راپاروي.
العنزي په مقاله کې پاچا سلمان یو "سړه سواندی" او په عین حال کې "سخته سزا ورکوونکی" بللی.
د سعودي خبري رسنیو ویلي، پاچا سلمان هم ددې مقالې په اړه حیرانتیا ښودلې او د العنزي د توقیفولو امر یې کړی.
مقاله خپروونکې "الجزیرة" ورځپانې د العنزي د مقالې خپرولو له کبله بښنه غوښتې.
د ورځپاڼې بښنه کې راغلي: "ستاینه او کارول شوي توري د لکیوال له خوا د حرمین شریفین د خادم د شخصیت په اړه دي چې هېڅ د منلو وړ نه دي".
د سعودي خبري رسنیو د یادې ورځپاڼې پرضد د اجراتو ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. سعودی لیکوال چې پاچا ته یې "خدايي صفتونه" کارولي