''دغه کالي د خوب خونې ته وساته''

نن سبا پر خواله رسنیو یو شمېر مشهورې څېرې او بیا په ځانګړې توګه ښځینه هنرمندانې او لوبغاړې د خپلو کالیو له کبله له نیوکو، غندنو سره مخامخ دي او کله نا کله بیا ستایل کېږي هم.

هند کې هم دغه دود شته او کله د ټېنیس لوبغاړې ثانیه مرزا پر کالیو اعتراض کېږي، نو کله بیا د فلمي لوبغاړې ثنا شیخ پر کالیو.

وروستی ځل د هندي فلمونو پر مشهورې هنرمندې دیپیکا پوډوکون پر کالیو نیوکې شوې.

دیپیکا پر انسټاګرام خپل تصویر خپور کړی، چې په کې یې سپین رنګه لنډ کالي اغوستي او له سېنډلو یا څپلیو سره پر څوکۍ ناسته ده.

د تصویر له خپرېدو سره سم پرې ځینو د ستاینې پیغامونه لیکلي، ښایسته یې بللی او ځینو نورو بیا له هغې پوښتلي، چې 'دغه ډول تصویرونو سره څه ثابتول غواړي؟ '

ځینو لیکلي 'که فکر کوئ دې سره به شهرت ومومئ، دا هڅه مو بې ګټې ده! '

یو شمېر نورو بیا لیکلي:

''دغه تصویر د خوب خونې لپاره وساته! ''

ځینو ورته لیکلي، 'باید شرم وکړې ' او یو شمېر نورو بیا د هندي دود، دستور پیغور ورکړی دی.

خو دیپیکا د دغو پیغامونو ځواب کې دې ته ورته یو بل تصویر سملاسي خپور کړی. دې کې یو پیغام داسې لیکلی و:

''که زه داسې څپلیو سره پر څوکې کېناستم، مور به مې سخته ووهي! '

۳۱ کلنه دیپیکا پاډوکون لومړی ځل ۲۰۰۷ کال کې له وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان سره 'اوم شانتی اوم' نومي فلم کې راڅرګنده شوه.