تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مانچسټر برید قربانیانو لپاره د آریانا ګراندې موسیقۍ کنسرت
امریکايۍ سندرغاړې آریانا ګرانډې یو ځل بیا مانچسټر ښار کې کنسرت ورکړ. دوې اوونۍ مخکې د بریتانیا په همدې ښار کې د آریانا په یوه کنسرت کې ځانمرګی برید وشو.
هغه ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۵۹ نور ټپيان شول چې ډېر شمېر یې ماشومان او تنکي ځوانان وو.
د هغې د تېرې شپې کنسرت کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو برخه اخستې وه.
د دغه کنسرت عاید د مانچسټر د برید له قربانیانو سره د مرستې لپاره ځانګړی شوی دی.
د تېرې شپې په کانسرت کې ګډونوال د مانچسټر پيښې قربانیانو ته د درناوي لپاره یوه دقیقه چپ پاتې شول. سندرغاړې ګراندې له خلکو مننه وکړه چې د دې کنسرت ته ورغلي وو:
''په دې سندریز پروګرام کې ستاسې له ګډونه مننه کوم، له تاسې مننه کوم چې مینه او زړورتیا مو وښودله. زه له تاسې ټولو سره مینه لرم. ''
د تیرئ شپې په سندریز پروګرام کې د جسټن بیبر په ګډون څو نورو مشهور سندرغاړو هم برخه اخیستې وه.
دوی هم سندرې وویلې، دوی ټینګار کاوه چې چاته به اجازه ورنکړي چې ویره او کرکه رامنځته کړي.
د دغه کنسرت پرمهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و. سندرغاړې دوې ورځې وړاندې مانچسټر روغتونونو کې په دغه برید کې د ټپي شویو کسانو پوښتنه هم وکړه.