''د محمد نواز طائر مړینې یوه تشه رامنځته کړې''

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د پښتو ژبې نامتو ليکوال اوڅېړونکې پروفيسر محمد نواز طائر د ۸۳ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

نواز طائر د پښتو شعر، نثر تحقيق او ژباړې په برخه کې کتابونه ليکلي وو، چې شمېر ېې ۱۰۲ ته رسېږې. نواز طائر د پښتو اکاډیمۍ مشري هم کړې.

طائر ۱۹۳۴ کال کې د مالاکنډ په تاڼې کلي کې د خانخيلو په ټبرکې د عبدالا کبر خان کره زېږېدلې و. هغه ۱۹۵۷ کال کې له لاهور کالج نه جغرافیې کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی و او وروسته یې پېښور پوهنتون کې پښتو ادب لوستی و.

نوموړي د ادب په نژدې ټولو برخو کې کار کړی و. د مالاکنډ پوهنتون پښتو څانګې مشر بادشاه روم، چې په پښتو ادب کې د ډاکټر علي خيل درياب په نوم مشهور دی، د پروفیسر نواز نژدې ملګری و. نوموړی وايي، 'نواز طائر منکسر المزاج انسان و، خپله یې هم کار کولو او د نورو د کار او زیار ستاینه یې هم کوله. '

وتلی شاعر رحمت شاه سایل وايي، د نواز طائر پر مړینی خواشینی دی او هغه پښتو ادب ته لوی خدمت کړی:

''پروفيسر طائر د ادب په هغو برخو کې کار کړی، چې د نورو ورته پام نه و. هغه د ژباړې او فولکور برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې. ''

سایل ویلي، ''له طائره پاتې اثار د پښتو ادب زده کونکو لپاره لویه توښه ده. ''

د مالاکنډ پوهنتون پښتو څانګې پروفیسر مظهر احمد، چې یو مهال یې له نواز طائر نه زده کړه کړې وايي، ''نواز طائر یو مهربان استاد و او هغه محصلینو ته د زده کړې ورکولو ځانګړی سبک درلود. ''

نوموړی وايي، ''د ليکوال طائر له مړینې سره پښتو ادب کې يوه تشه رامنځته شوې او هغه چې کوم خدمت کړی، یاد به یې تل پاتې وي. ''

د پښتو ادب دغه نامتو ليکوال د پنجشنبې/زیارت پر ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې، په خپل کلي تاڼه کې یې جنازه وشوه او د همدې کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.